یکشنبه , 28 اپریل 2024

نوی کار څنګه پیل کړو؟

لومړۍ برخه

خامخا پوهېږئ چې د کومې دندې په مرکه کې چې ترسره کویيې لومړۍ اغېزه ډېر اهميت لري. ښاييدا ټکى مو منلى هم وي، ځکه چې اوس يو نوى کار لری. آيا پوهېدیچې د يوه نوي کار په پيل کې هم لومړۍ اغېزه اهميت لري؟ د څو لومړيو، ګړيو، ورځو يا آن اونيو په اوږدو کې چې نوى کار پيلوئ ، ستاسو نوى ریيس او ملګري ستاسو په اړه خپل فکر اړوي او همدا مسئله هغه پاتې وخت چې له دې ګومارونکي سره يې تېرویټاکي.

د بېلګې په توګه که په هماغه پيل کې د داسې وګړي په توګه چې د مسئوليت له منلو څخه ځان تېرویوپېژندل شیپه ډېرې ستونزې سره کولى شیهغه سرېښ چې په تاسو باندې نښلېدلى دى وشکویاو خپل دريځ ته بدلون ورکړی، آن که په حقيقت کې لياقت يې هم ولری. پر عکس د دې، که په څو لومړيو اونيو کې سخت کار وکړ، په راتلونکي کې ستاسو ریيس او ملګري به په ډېره آرامۍ سره ستاسو له تېروتنو څخه تېر شي.
لاندې لسو هغو ټکو ته اشاره کوم چې کولى شي په فوق العاده توګه ستاسو په ریيس او ملګرو باندې اغېزه واچوي.

۱. د کارونو په منځ کې لږ آرام وکړئ

که د يوه نوي کار پرلور له خوځښت څخه مخکې لږ دمه وکړياو ذهن مو آرام وساتئ، کولى شیمخکيني کاري پلانونه له خپل ذهن څخه پاک او ځان نويو پروګرامونو ته چمتو کړئ. انسانان عادتيمخلوقات دي. هره دنده، په ځانګړې توګه هغه کار چې ډېر وخت مو په کې تېر کړى وي، ستاسو په ژوند کې يو ډول خوى او عادت رامنځ ته کوي او سبب کېږي پرته له دې چې تاسو وغواړی، بدلون ته ميل ونه لرئ. د مخکيني او هغه کار چې غواړینوى يې پيل کړیپه منځ کې څو ورځې استراحت کولى شي له تاسو سره مرسته وکړي چې ځان د نوي کار او چاپېريال سره د عادت لپاره چمتو کړی.

2. څېړنه وکړئ

ښايي چې د مرکو او کار په لومړيو کې مو د خپل ګومارونکي په اړه ښه څېړنه کړې ده. اوس وخت رارسېدلى چې خپلې څېړنې ختمې کړئ او د نوي ګومارونکي په اړه مو خپل درک بشپړ کړی. که د خپل مخکيني او نوي کار تر منځ څو ورځې دمه وکړئکولى شیله هغه وخت څخه د دې موخې لپاره ګټه پورته کړی. د نوي ګومارونکي په اړه د څېړنې لپاره د دې نوي شرکت په اړه هره ليکنه له تاسو سره مرسته کوي چې له دې جملې څخه يو هم د کار کوونکو لارښوود کتاب دى. ستاسو موخه دوه اړخه لري: يو، د هغه کار په اړه پوهېدل چې ستاسو شرکت يې ترسره کوي او دا چې تاسو د هغوى لپاره څه په درد خوریاو بل دا چې پوه شیله خپل کاري چاپېريال څخه څه تمه لرئ. که تاسو او يا په شرکت کې کوم بل کس ستاسو د تخصص اړوند کوم څوک پېژني، پلان جوړ کړیاو له ملاقات څخه يوه ورځ مخکې د غرمې يا يوې قهوې لپاره له هغوى سره د کتنې وخت وټاکئ او په دې کړنلارې سره له هغوى څخه مالومات ترلاسه کړئ.

3. مسلکي جامې واغوندئ

د يوه منظم او مرتب ظاهر ښکاره کول ستاسو د کار په عادت او برخې باندې مثبته اغېزه کوي. په پايله کې، کله چې نوى کار پيلوئ، بايد د خپل کار له صطحې څخه يوه يا دوې درجې لوړې جامې واغوندئ. کله چې څو مهمې او حياتي ورځې تېرې شوې، کولى شئ لږ آرامې جامې واغوندی؛ له دې پرته چې اندېښمن شینور وانګيري ستاسو مالي وضعيت ښه نه دى.

4. ژر راشئ وروسته لاړ شئ

که داسې وي چې له هرچا څخه وروسته شرکت ته داخل شیاو له هر چا څخه ژر بهر شی، سبب کېږي چې نور و انګېري چې تاسو په هغه چاپېريال کې د شتون علاقه نه لری. دا کېدى شي ډېر خطرناک وي، په ځانګړې توګه د کار په څو لومړيو اونيو کې مو. په بدل کې، هڅه وکړئ تل له نوروڅخه لږ مخکې د خپل کار ځاى ته ورسېږیاو د هغه ځاى د پرېښودلو لپاره هم بيړه ونه لری. دا کار سبب کېږي ټول و انګېري چې له خپل کار سره مينه لریاو وروسته په راتلونکي کې که کومه ورځ ناوخته کار ته ورسېږئ ټول فکر کوي چې خامخا مو کومه مهمه ستونزه لرله.

نور بیا…

دا لیکنه په (همیانۍ) کې خپره شوې ده.