نيکونو سره ډېر وخت تېروونکي کوچنيان د ځوانۍ پر مهال نرم او منلي وي

نوې څېړنه ښيي، چې هغه کوچنيان چې له خپلو باباګانو سره ډېر وخت تېروي، د ځوانۍ پر مهال خلکو ته منلي، نرم خويه او پوه وي. دغه څېړنه د بلجيم په لييج پوهنتون کې ترسره شوې ده.

څېړنه کې له ۱۰۰۰ تنو پوښتل شوي دي، چې په عام ډول د ډېر عمر لرونکو په اړه څه رايه لري؟ دغه راز له هغوی پوښتنه شوې چې له خپلو نيکونو يا باباګانو سره يې اړيکې څنګه دي؟

يوه څېړونکي ويلي: ډېر مهم عامل چې د زړښت له عادي قالب سره تړلی دی، هغه له نيکونو سره د اړيکو د ډول خرابي ده.

هغه زياتوي: «موږ له کوچنيانو وغوښتل چې روښانه کړي چې د خپلو نيکونو د ليدو پر مهال څه احساس کوي؟ هغه کسان چې د خوښۍ احساس يې نه کاوه، لامل يې دا و چې نيکونو سره يې اړيکې کمزورې وې».

او کله چې خبره د عمرونو تر منځ توپير پورې وتړل شي، موږ وموندل چې د اړيکو ښه والی ډېر مختلف کېږي.

ځکه نو هغه کوچنيان چې له نيکونو سره له مزو ډک ژوند تېروي او لويېږي، د ځوانۍ او لوي‌والي پر مهال خلکو ته له نور ډېر ګران، نرم خويه او پوه وي.

لیکوال:تميم ځاځی

کاپي…