نړیواله سروې: په افغانستان کې لسګونه زره وګړي د ککړې هوا له امله مړه شوي

د نړیوالې هوا د وضعیت څارونکې ډلې په خپله تازه سروې کې ویلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ککړې هوا له کبله تر ۲۶۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.
د دوی د دغې سروې له مخې، د ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې په جګړو کې ۳۴۸۳ ملکي کسان وژل شوي وو.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي رسنیو ته وویل:” متاسفانه د تیرو دریو لسیزو جګړو له امله د اوبو رسونې، بریښنا، عامه ټرانسپورت او شنو سیمو په شان زموږ بنسټیزې برخې له منځه تللي دي.”
د نړیوالې سروې د راپور له مخې، زاړه موټرونه، د برېښنا د تولید لپاره د جنراتور کارول، د پلاستیکونو سوځول هغه څه دي، چې د پلازمېنې کابل هوا یې لا ککړه کړې ده.
نړیواله سروې زیاتوي، د خلکو بې وژلي او د آسانتیاوو نشتون په افغانستان کې د هوا د ککړیدو نور لوی علتونه دي چې له امله یې ماشومان په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې نږدې ۶ میلیونه کسان اوسیږي او د نړۍ یو له ګڼ مېشته ښارونو څخه دی، چې له ګڼ شمېر نا امنو ولایتونو څخه ورته خلک ورغلي دي او هلته یې کورونه جوړ او ژوند پیل کړی دی.