نړیوال ادبیات باید ولوستل شي

لیکنه :  سمیع الله ستوری

د یوې ژبې د پر مختګ لپاره باید ورباندې علمي او څیړنیز آثار ولیکل شي. په خپل لیکني ادب کې داسې موضوعاتو ته ځای ورکړل شي، چې د نړۍ ادبیاتو سره څه نا څه اړیکه ولري، تر څو هغوی یې لوستلو ته اړ شي. موږ هم باید ځان له نړۍ ادبیاتو سره اشنا کړو، د هغه لیکني طرز او پیغام ته پام وکړو، چې په خپلو ادبیا تو کې د دوی په څیر اثار و پنځوو.

څو کاله وړاندې دې داسې کتاب پیدایښت ګران ؤ، چې موږ یې په پوره توګه له نړۍ ادبیاتو خبر کړی وای. د غوربندي صېب د نړۍ ادب په نوم کتاب زموږ په څلور سمستر کې درسي مضمون وو. غوربندي صېب چې د نړۍ ادبیاتو په باره کې کومه څیړنه کړې وه، بشپړه څیړنه نه شو ورته ویلای؛ ځکه ډېرې برخې ګونکې پاتې وې، چې وروسته به اشاره ورته وکړو.

د محترم استاد پوهنیار:مصطفی صفا د نړیوالو ادبیاتو په را وتو دې تشې ته پوره پاملرنه کړې ده. وایي:(هرکتاب په یو ځل لوستلو ارزي) خو نړیوال ادبیات په څوځله ارزي؛ ځکه نوښت پکې زیات دی اوبل محترم استاد په داسې طرز لیکلي که موږ یې نه لولو، کتاب مو لوستلو ته اړ کوي.

په نړیوال ادبیاتو کې د یوه هېواد له ادبیاتو سره د هغه جغرافیوي موقعیت، تاریخ ، د ژبې پدایښت او پر مختګ هم څیړل شوي. له همدې کبله نړیوال ادبیات ځان په لومړۍ درجه کې دروي. ځکه نړۍ ادبیاتو په مخکینو کتابونو کې یوازې دیوه هیواد د شاعرانو او لیکوالانو له ژوند لیک او د هغوی د ځینو آثارو له نومونو پرته نور څه نه تر سترګو کیږي. مثلا په مخکینو کتابونو کې د یوناني ادبیاتو په باره کې سرسري بحث شوی. هغې ته هېڅ داسې اشاره نشته چې ولې دومره بډای ادبیات لري. په هغه کې د لرغوني یونان د نومتو شاعر هومر ژوند لیک او د دوو کتابونو نومونه راغلي.

په نړیوالو ادبیاتو کې د یونان د ادبیاتو ترڅنګ په جغرافیوي موقعیت، تازیخ او د ژبې د پدایښت په اړه هم معلومات لولو. د هومر د ژوند تر څنګ یې د آثارو بشپړ لنډیز لولو. د نوبل ګټونکو څخه هم خبریږو، چې دوی په څه ډول اثر د نوبل جایزه واخیسته. په دې کتاب کې دې داسې دوستانو له لنډیز سره مخ کیږو چې نړیوال شهرت لري. د استا صفا د کتاب لویه ځانګړنه دا ده چې د هر لیکوال او شاعر له پېژنې سره یې د هغوی د اثارو نامونې هم راوړې. نړیوال ادبیات په لسګونه ځانګړینې لري، مطالعه یې ډېره اړینه ده. هغه خلک چې له دوستاني ادب سره بوخت دي، باور لرم که دوی نړیوال ادبیات ولولي له نوښت سره به مخ شي. محترم استاد پوهتیار: مصطفی صفا ته له رب تعالی اوږد ژوند غواړم، تر څو پښتو ادب ته لا د نوښت آثار وپنځوي.