نړیوال بانک له افغانستان سره لسګونه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د هیواد د روغتیايي سکټور پیاوړي کېدو لپاره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته اعلان کړه.
بانک ویلي، یاده سل میلیونه ډالره مرسته به د کرونا ویروس د ګواښ مخنیوي او له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې افغانستان کې د روغتیايي بنسټ د پیاوړي کېدو په برخه کې ولګول شي. افغانستان کې د نړیوال بانک اعلامیه زیاتوي، دغه بېړنۍ مرسته به د دې هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر نور هم پیاوړی کړی، تر څو په افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ کم شي او د اړتیا ډېرېدو پرمهال به افغانانو ته لا زیات روغتیايي خدمات وړاندې شي.” نړیوال بانک داسې مهال د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د مرستې اعلان کوي چې په دغه هیواد کې کرونا ویروس د پراخېدو په حال کې دی. له دغو مرستو ۱۹ اعشاریه څلور میلیونه ډالر د نړیوال بانک او نور شاوخوا ۸۱ میلیونه ډالره د نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا چمتو کیږي. د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس ټاکل شوې دغه مرستې د افغانستان روغتیا وزارت لخوا د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان او نورو غیر دولتي بنسټونو په همکارۍ چې په روغتیايي برخو کې فعالیت کوي، ولګول شي. افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رئیس هنري کرالي ویلي: نړیوال بانک ژمن دی چې له ستونزو ډکو شرایطو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت او افغانانو سره ودریږي او په دغه هیواد کې له ټولو هڅو څخه ملاتړ وکړي. نوموړي هیله ښودلې، چې یادې مرستې سره به د افغانستان روغتیايي بنسټ پیاوړی شي او د کرونا ویروس پراخېدو مخه به ونیول شي.