نړیوال جام او اندېښنې.

په اسټریلیا کې له دوه اونیو راهسې د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د ډویلیئرز او کرس ګیل زیاتو رنزونو ته په کتو داسې بحثونه هم راون دي چې ایا ائرلینډ او افغانستان به په راراون نړیوال جام کې و لوییږي؟ او انګلینډ به تېر په څېر له مایوسۍ سره مخ وي؟

تر اوسه د نړیوال جام د ۴۹ سیالیو یواځې ۲۳ سیالۍ ترسره شوي چې اوس د ستړیا د رفعه کېدو وخت او نن بیا پېل شوې.

په دغه سیالیو کې له څوارلسو لوبډلو نږدې هر یو یې خپلې نیمې سیالۍ ترسره کړي خو تر اوسه مالومه نده چې څوک مخکې ځي.

دا خبره هم ښکاره ده چې تر اوسه انګلینډ درې سیالۍ ترسره کړي چې تر اوسه یې پکې یوه هم نده ګټلې چې تر ټول حیرانونکې خبره ده.

په تېر نړیوال جام کې چې کله پخوانی کپتان ایلسټر کلک له فرش سره مخ شو نو په انګلېنډۍ لوبډله دا نیوکه کېده چې توپوهونکو یې د منډو جوړولو په وخت له تجربې کار وانه خیست.

تېره ورځ د انګلېنډ کرکټ نوی مشر کولن ګریوز وویل:  په دې نړیوال جام کې لومړی منډې جوړنې په زړه پورې دي.

تر اوسه چې څارل  شوي په روان نړیوال جام کې لومړی منډې جوړنوکې لوبډلې په اوسط ډول د ۲۰۱۱ نړیوال جام په پرتله درې منډې کمې کوي.

پدې سره ممکن د انګلېنډ د لوبډلې لوبغاړو خبره سمه وي.

په اسټریلیا کې تر اوسه هغه لوبډلې چې مخکې یې منډې جوړې کړي په لسو کې اته پدې توانېدلي چې سیالۍ وه ګټي چې ددې لپاره بېلابېل لاملونه په ګوته شوي چې په هغې کې لوبځای، لایټینګ یا رڼا، او ټاس یې مهم دي.