نړیوال جام کې نن انګلستان او استرالیا لوبډلې سره مخ کیږي

ټاکل شوې دا لوبه د ماسپښین په دوه بجو پیل شي.

کوربه انګلستان لوبډلې په روان نړیوال جام کې شپږ لوبې کړي، چې څلور یې ګټلي او دوه یې بایللي په اته نمرو د جدول په څلورم مقام کې ده.

استرالیا لوبډلې هم شپږ لوبې کړي؛ پنځه یې ګټلي او یواځې یوه لوبه یې بایللې په لس نمرو د جدول په دویم مقام کې ده.

انګلستان له استرالیا سره ټولې ۱۴۷ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي، چې ۶۱ انګلستان او ۸۱ استرالیا ګټلي، دوه لوبې یې مساوي او درې لوبې یې بې پایلې شوي دي.