نړیوال شنونکي: امریکا نشي کولی په یواځې ځان افغانستان کې سوله راولي

د مهمو نړیوالو څېړنیزو انستیتونو له شنونکو سره روسي رسنۍ سپوتنیک په افغانستان کې د سولې د روانو خبرو په اړه بحثونه شوي دي.

په دغه بحثونو کې ګڼ شمېر نړیوال سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې امریکا نشي کولی په یواخې ځان افغانستان کې سوله راولي.

یاد شنونکي په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ جګړه تر ټولو اوږده جګړه بولي او وایي، امریکایي چارواکو ته په کار ده، چې له معقولو او عملي لارو دغې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

دوی ټینګار کوي چې امریکا باید په سیمه او افغانستان کې له مهمو لورو سره په ګډه دغه جګړه ختمه کړي او په دې توګه دې تل پاتې سولې راتګ ته لار هواره کړي.