نړیوال مالي اقدام: پاکستان څلور میاشتې وروسته په تور لېست کې شاملېږي

نړیوال سازمان پاکستان یو بل چانس ورکړی چې د مالي فساد او ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه دې وکړي.

د نړیوال مالي اقدام مشر شيیانګمن په پاریس کې خبریالانو ته ویلي، پاکستان باید په څلورو میاشتو کې د فساد، ترهګرۍ، تورو پیسو د سپینولو او نورو اړوندو غیر قانوني کړنو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

نوموړي ویلي که ددوی خبرداري ته پام و نه کړي نو په تور لېست کې به شامل شي.

د شيیانګمن په خبره د پاکستان تېر اقدامات او فعالیتونه دوی ته د قناعت وړ نه وو او هڅه کوي پر دغه هېواد نور فشارونه هم زیات کړي. که پاکستان د دغه نړیوال بنسټ خبرداري ته پام و نه کړي، نو د ایران، شمالي کوریا او ځينو نورو هېوادونو تر څنګ به د ترهګرو د ملاتړو او ترهګریزو فعالیتونو په تور لېست کې شامل کړل شي.

تر هغه وروسته به له پاکستان سره د نړۍ مالي معاملات کمېږي او ښایي ګڼې نړیوالې پروژې په دغه هېواد کې په ټپه ودرېږي.