نړۍ کې د نړیوالو اړیکو رول

نړیوالې اړیکې دهیوادونو ، غیردولتي سازمانونو او څو ملیتي نهادونو اوشرکتونوترمینځ موضوع باندې بحث کوي او دنړیوالو اړیکو موخه او هدف د هېوادو نو ترمینځ د سیاسي ، اقتصادي، او کلتورې اړیکو ټینګښت دی، ځکه هېوادونه په بیلا بیلو برخو کې دیته اړتیا لري څو د نورو هېوادونو سره په نړیوالو اړیکو کې همکار او ملګري پاتې شي. د امنیت ، اقتصادي پرمختګ او سوداګرۍ په برخه کې د هېوادونو ترمنځ اړیکې د نړیوال سیاست په برخه کې مهم فکټور ګڼل کیږي او ډیپلوماسي پکې مهم رول لوبوي .

دفرانسې د لوی انقلاب (۱۷۸۹-۱۷۹۹زیږدیز) نه بیا تر دویمې نړیوالې جګړی (۱۹۳۹-۱۹۴۵زیږدیزه) پورې نړیوالې اړیکې یوازې د یو ه یا څو هیوادونو دپا چاهانو او مشرانو تر مینځ داړیکو او یا هم د جنګي بندیانود حقوقو او د ځینو ځانګړو تړونونو په تشریح او تحلیل او نورو مسایلو پورې محدودې وې ،خوپه شلمې پیړۍ کې نړیوالې اړیکې د سیاست د علم مهمه موضوع اوڅانګې باندې بدله شوه او مفهوم یې خورا پراخ او عام شواو نن ورځ دغه نړیوالې اړیکي په فرهنګي ، علمي ، سوداګریزو، پوځي ، نړیوال امنیت ، دترهګري فعالیتونو په مخنیوي او نورو برخو کې خورا پراخه شوي دي او دغه اړیکي ددیپلوماتیکو کانالونواوچینلونو او په هیوادونو کې دمیشته دیپلوماتانواوسفارتونو له خوا ترسره کیږي .

نن ورځ دګلوبلایزیشن (نړیوالتوب)په برکت نړیوالو اړیکو ډیره پراختیا موندلې ده او دنړۍ هیوادونه په بیلابرخو کې دغواړیکو ته ډيرلیواله دي او اړتیا ورته لري اودنړیوالو اړیکو دشتون اوپياوړتیا پرته په ګرانه وي چې یو هیواددې سیاسي او اقتصادي پرمختګ تر لاسه کړي . دا چې د نړیوالو اړیکو مضمون یا موضوع نړی شموله مضمون دی اودسیاسي علومو یوه څانګه ګڼله کیږي چې دنړۍ دهیوادونو ، سازمانونو، سیاسي افرادو، نهادونو او ټولنو ترمینځ اقتصادۍ، ټولنیزې، سیاسې او تاریخي اړیکې او راشه درشه څیړي نو اهمیت یې په ننۍ پیر(عصر) کې خورازیات او دډیر اهمیت وړدی. نن سبا نړۍ په یوه کلي بدله شوی ده او ددغه کلي خلک دساینس او ټکنالوژۍ له برکته یودبل سره نږدې شوي اونن نړۍ دغونږدې اړیکو ته ډیره اړتیالري او دغو اړیکود ټینګښت نه پرته بله چاره نشته او نه یې لرو، ځکه په انزوا او ګوښه توب کې نه دکوم هیواد ګټه ده او نه هم ددغو اړیکو پرته پر مختګ کولی شي .