نږدې خپلوانو کې واده کول

په افغانستان کې یو شمېر ډاکټران وايي، له نږدې خپلوانو سره واده کول، چې په دغه هېواد کې تر ډېره دود دي ډېر وخت د ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. دغلته له نژدې خپلوانو لکه د تره لور، د تره زوی او یا هم د ماما له لور او یا یې له اولادونو سره واد کول له پخوا دود دي او لا هم دغه دود پر افغاني ټولنې حاکم دی.

خو دغه دود په ډیرو ځایونو کې ښه پایله نه ده ورکړې، يا يې اولادونه معيوب شوي او یا هم له فکري پلوه له ستونزو رنځیږي، خو ښايي دغه ستونزې په ټولو کورنیو کې یو شان نه وي. له نژدې خپلوانو سره د خپلوۍ کولو واک او یا هم د زوی او لور لپاره د ژوند د ملګري ټاکل، تر ډیره په افغاني ټولنه کې د مور او پلار په لاس کوي او هغوی په ټولنه کې د حاکم دود له مخې هڅه کوي، چې له نژدې خپلوانو سره نورې خپلوۍ هم وکړي. میرعالم ستانکزی د هغې کورنۍ یو غړی دی، چې وايي په یوه ورځ یې څلور نجونې په یوه انګړ کې خپلو نژدې خپلوانو ته واده کړې دي.

ده يې د لاملونو په اړه راته وويل: “کار ټول د کورنیو د مشرانو په واک کې وه، مشرانو به ویل، چې دغه فلانۍ درته کوم او بل مشر به ویل چې فلاني ځوان ته دغه پیغله کوم. دوی به ویل نه غواړو چې زامن یا لوڼې یې پردۍ شي، یا به یې ویل ممکن زوی مې رانه پردی شي نو ځکه یې دغسې خپلوۍ کولې.” ښاغلي ستانکزی، چې خپله یې د تره له لور سره واده کړی وايي، له واده وروسته یې په لومړي سر کې او لادونه ژوندي نه پاتې کیدل، خو وايي اوس یې ژوندي پاتې شوي اولادونه له ذهني پلوه کمزروي دي. “بله ستونزه مې دا ده، چې اولادونه مې له ذهني پلوه کمزوري دي.

په سبق ویلو کې ستونزه لري. ذهن یې سم کار نه کوي، دا یوازې زما بچیان نه دي، د تره زامنو اولادونه مې هم همدغسې ستونزې لري.” داد ګل وايي د خپلې کورنۍ د یووالي لپاره یې شپږ نجونې خپلو وریرو او تره زامنو ته په پوه شپه نکاح کړې ځینې نور بیا په خپله کورنۍ کې د یووالي لا ښه ټینګیدل او د یو بل پيژندل د دې لامل ګڼي، چې له نژدې خپلوانو سره ښیخي او خپلوي وکړي. داد ګل له همدغې ډلې کسانو یو دی. نوموړی وايي د خپلې کورنۍ د یووالي لپاره یې شپږ نجونې خپلو وریرو او تره زامنو ته په پوه شپه نکاح کړې دي. “موږ په کور کې نژدې ۷۰- ۸۰ کسان وروڼه، وریرونه او د تره زامن اوسیږو. موږ په یوه شپه شپږ نجونې وریرونو او د تره زامنو ته په نکاح کړې.

دا کار مو ځکه وکړ، چې زموږ یووالې همداسې ټینګ پاتې شي.” نوموړی وايي، پخوا یې هم له خپلو نژدې خپلوانو سره ښیخۍ کړي، خو وايي اولادونه یې له ستونزو سره نه دي مخامخ شي او له همدې امله ورته دغه موضوع، چې ګنې ښايي اولادونه یې سم رانه شي، ډیره مهمه نه ښکاري. د افغانستان په څیر دودیزه ټولنه کې د ډیرو ځوانانو لپاره ګرانه او ان نا شونې ده، چې د ژوند ملګری په خپله خوښه وټاکي. دوی تر ډیره خپله خوښه مور- پلار ته ورپریږدي او هغوی دا ښه ګڼي، چې په نژدې خپلوانو کې ورته د ژوند ملګري وټاکي. که څه هم ښايي په ځینو برخو کې ځوانان له دغه دود مات کړي، خو د پيغلو لپاره بیا دغه ناشونی دی. په کابل کې مې د انسټیټیوټ له یوې ښوونکې وپوښتل، چې ایا کولای شي، په خپله خوښه د ژوند ملګری له نژدې خپلوانو پرته په نورو ځایونو کې وټاکي؟ “که زه یې خوښ هم کړم، نو پلار او مور مې ممکن اجازه را نه کړي. ځکه ټول واک د هغوی په لاس کې دی . زما خوښه دا ده، چې که په لرې ځای کې څوک وي او زموږ له دودونو سره بلد وي، نو ښه خبره ده، چې زه مې په کې د ژوند ملګری وټاکم.”

په دوی کې د وینې د ګروپ یووالی وي او دغه یووالی هغه مهال سره یو ځای کیږي، چې دوی سره ودونه وکړي. دغه کار په وینه کې مشکل رامنځته کوي او اولادونه سم نه راځي. د مشترکو کروموزمونو د یو ځای کیدو له امله دغه ستونزه راپورته کیږي.ډاکټر عتيق الله حليم

په نژدې خپلوانو کې تر ډیره خپلوي د دونو له مخې کیږي او دغه رواجونه له پخوانه حاکم دي. خو ولې، د هغو جوړو اولادونه معیوب او یا هم له ذهني پلوه له ستونزو سره مخامخ وي، چې له نژدې خپلوانو سره یې ودونه کړې وي؟ همدغې پوښتنې ته ډاګټر عتیق الله حلیم ځواب وايي. “په دوی کې د وینو د ګروپ یووالی وي او دغه یووالې هغه مهال سره یو ځای کیږي، چې دوی سره ودونه وکړي. دغه کار په وینه کې مشکل رامنځ ته کوي او اولادونه سم نه راځي. د مشترکو کروموزمونو د یو ځای کیدو له امله دغه ستونزه راپورته کیږي.” ښاغلی حلیم وايي په ځینو حالاتو کې داسې امکان هم شته، چې په لمسیانو او یا له هغو وروسته په نورو کې د غه ستونزې راپورته شي. د طبي ډاګترانو تر څنګ د یني عالمان هم وايي، له روغتیايي پلوه د اولادونو د راتلونکي ژوند د خوندیتوب لپاره دا غوره ده، چې د نژدې خپلوانو پر ځای له لرې خلکو سره خپلوي وشي. د دیني زده کړو ډاګټر فضل هادي وزین وايي، له نژدې خپلوانو سره واده کول له دیني پلوه کومه ستونزه نه لري، خو وايي د ماشومانو د روغتیا لپاره دا غوره ده، چې له نژدې خپلوانو سره ودونه ونه شي.“د نسلونو ساتنه د دین یوه دنده اومقصد دی.

که چیرې دا په ډاګه شي، چې راتلونکې اولادونه سم نه راځي، نو دا غوره ده چې د نژدې خپلوانو پرځای له لرې کسانو سره ودونه وشي او دا دفقې دعالمانو پریکړه هم ده.” پلاراو مور تل په دې تشویش کې وي، چې داسې څوک د دوی کورنۍ ته ور نه شي، چې د کورنۍ نظم يې خراب کړي د ټولنیز چارو پوهان بیا په دې باور دي، چې یو شمیر کورنۍ له دې ویرې که بل څوک یې کور ته ور شي، ښايي د کورنۍ نظم یې له ستونزو سره مخامخ کړي، نو ځکه موراو پلار هڅه کوي له نژدې خپلوانو سره خپلوي وکړي.

د کابل پوهنتون استاد غلام دستګیر حضرتي: “پلاراو مور تل په دې تشویش کې وي، چې داسې څوک د دوی کورنۍ ته ور نه شي، چې د دوی کورنۍ نظم خراب کړي نو ځکه هڅه کوي، چې له نژدې خپلوانو سره خپلوي وکړي.” ښاغلی حضرتي وايي، له نژدې خپلوانو سره واده کول، د ستونزو تر څنګ ځینې ګټې هم لري.

“یو ګټه یې داده، چې یو بل سره له نژدې پيژنې او که کومه ستونزه رامنځ ته کیږي، په اسانۍ سره یې هوارولی شي.” خو په ټوله کې هم د ټولنیزو چارو پوهان او هم طبي ډاګتران په دې باور دي، د سالمو اولادنو لپاره غوره دا ده، چې د نژدې خپلوانو پرځای له نورو خلکو سره خپلوي وشي.

BBCPashto