نینا ګپتا: داسې فلمونو کې مې کار کړی و، چې د نه خپرېدو لپاره مې یې دعاوې کولې

د بالي ووډ فلمونو مشره اداکاره نینا ګپتا وايي چې پخوا یې له مجبورۍ نه په ځینو داسې فلمونو کې هم کار کړی و، چې هغې نه غوښتل کار پکې وکړي، خو د پېسو له وجې د دغه کردارونو کولو ته مجبوره شوې وه.

نینا ګپتا وايي، په فلمونو کې یې داسې فضول کردارونه هم لوبولي دي، چې خلک یې تصور هم نه شي کولای، خو مجبوري یې وه، ګني دغه کردارونه یې ډېر بدي راتلل.

هغه وايي، چې د داسې فلمونو لپاره به یې همدا دعا کوله، چې هېڅ کله یې ونه ګوري یا هم بېخي کله نندارې ته وړاندې نه شي او څوک یې ونه ګوري.

کاپي…