د نیو زیلینډ کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا په دویمې ماتې ورکولو سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ په خپل نوم کړه.
په دې لوبه کې نیو زیلینډ سریلانکا ته د ۳۲۰ منډو هدف ورکړ.
نیو زیلینډ ته ټایلر ۹۰ او کولین مونرو ۸۷ منډې وکړې.
که څه هم سریلانکا تیسرا پریرا ښه توپ وهنه وکړه، خو بیا یې هم د نورو لوبغاړو په بیکاره توپ وهنې سره هدف پوره نه شو کړی او ټول لوبغاړي یې ۴۷م اور کې په ۲۹۸ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۲۱ منډو په توپیر وبایلله.
تیسرا پریرا په ۷۴ بالونو د ۸ شپږیزو او ۱۴ څلوریزو په مرسته ۱۴۰ منډې وکړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه یو ورځنۍ لوبه به د راتلونکې سه شنبې په ورځ ترسره شي.