نیو زېلېنډ له پاکستان څخه د ټېسټ لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله

د نيوزېلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې ټيسټ سياليو سيريز ترسره شو چې په کې نيوزېلنډ پاکستان ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.

نیو زېلېنډ لوبډلې په خپل لومړي وار ۲۷۴ او دویم وار توپ وهنه کې یې ۳۵۳ منډې وکړې.

پاکستان لوبډله لومړی په ۳۴۸ او دویم ځلې په ۱۵۶ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۱۲۳ منډو په کموالي وبایلله او جدول کې له شپږم مقام څخه اووم مقام ته وروسته شوه.

نیوزېلېنډ لوبډلې بیا په دې بریا سره له پنځم مقام څخه څلورم مقام ته مخکې تګ وکړ.

په دې سیریز کې د پاکستان پښتون لوبغاړی یاسر شاه ښه وځلېد او ریکارډونه یې جوړ کړل.

نوموړي په دویمه ټېسټ لوبه د ۱۴ ویکټو په اخیستو سره د عمران خان ۳۶ کلن ریکارډ مات او کړ او هم یې په وروستۍ سیالۍ د ۲۰۰ چټکو ویکټو په پوره کولو سره د استرالیاوي ورو توپ اچونکي ۸۲ کلن ریکارډ هم مات کړ.

یاسر شاه په دې سیریز کې په ۱۹ اوسط سره ټولې ۲۹ ویکټې واخیستې او د سیریز غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نصرت الله عمرزی