نیپالي لوبغاړي روهیت پاوډیل د سچن ټنډولکر او شاهد افریدي ریکارډ مات کړ

د کرېکټ په نړۍ کې د پاکستان شاهد افریدي او د هند سچن ټنډولکر دوه هغه نومونه دي چې د کرېکټ هر نړیوال ریکارډ په سر کې نوم لري، د چټکو منډو، نیمه سلیزو او سلیزو په سر کې افریدي خو په نورو برخو کې ټنډولکر نوم لري.

د نیپال ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی روهيټ پاوډیل د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځوان لوبغاړی شو، چې په کم عمرۍ کې يې په نړیوالو لوبو کې نیمه سلیزه ووهله، نوموړي دغه کارنامه د عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

پاوډیل په دې سره د شاهد افریدي او سچن ټنډولکر ریکارډ هم مات کړ.

له دې وړاندې ټنډولکر په ۱۶ کلنۍ او ۲۱۳ ورځو، شاهد افریدي په ۱۶ کلنۍ او ۲۱۷ خو نیپالي لوبغاړي په ۱۶ کلنۍ او ۱۴۶ ورځو کې نیمه سلیزه ووهله.

په متحده عربي اماراتو کې د نیپال او عربي اماراتو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو سیریز دوام لري.

په دویمه لوبه کې نیپال لوبډلې ۲۴۲ منډې وکړې، چې پاوډیل پکې ۵۵ منډې جوړې کړې.

اماراتو لوبډله شلم اور کې ۹۷ منډو اوټ شوه او لوبه د ۱۴۵ منډو په توپیر نیپال وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه یې اماراتو ګټلې وه او درېیمه برخه لیک ټاکونکې لوبه به یې د دوشنبې په ورځ ترسره شي.