نن د می د میاشتې دریمه په نړۍ کې د بیان د ازادي نړیواله ورځ ده، چې د نورو هیوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم ولمانځل شوه.
دا چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ لپاره څومره کار شوی او د دې تر څنګ په اوس وخت کې د بیان ازادۍ او رسنیو ټولنیز وضعیت څنګه دی؟
په همدې تړاو زمونږ همکار ذبیح الله شینواري د افغانستان د ژورنالیستانو دفاعي کمیټې له مشر عبدالمعید هاشمي سره خبرې کړي او په سرکې یي تري پوښتلي چې د بیان ازادۍ لپاره څومره کار شوی؟