هالنډ: هغه ګولۍ نیول شوې، چې اورپکو وسله والو ته لیږل کیدې

هالنډ کې د نشه یې موادو له کارخانې د دغو درملو له موندل کېدو وروسته پولیس د دوو مشکوکو کسانو لټون کوي.

د ځايي پولیسو په وینا دوی ګومان کوي، دغه درمل سخت دریځو وسله والو ته ګټه رسوي.

تېره میاشت پولیسو د کپټاګون نومي جعلي ګولیو په اړه معلومات تر لاسه کړي وو، خو دا اوس هم معلومه نه ده، چې دغه درمل منځني ختیځ ته استول کېدل.

پولیس وايي دغه ګولۍ یې د هېواد سویلي لیمبرګ سیمه کې موندلې وې. چارواکي وايي، فورنسک انسټيټیوټ کې د دغو ګولیو ارزونه کېږي.

بل لور ته ایټالوي پولیسو ویلي، دوی د ټراماډول په نامه اووه نیم میلیونه ګولۍ تر لاسه کړې، چې په وینا یې سخت دریځي اسلامپال یې کارووي.

پولیس وايي دغه درمل د کارګو له لارې لیبیا ته استول کېدل.

ویل کېږي ټراماډول نومي نشه لرونکي درمل د دردونو مخنیوي لپاره استعمالېږي.

ایټالوي پولیس وايي، دغه درمل له هنده استول شوي وو او په وینا یې دوه هدفونه یې کېدای شي، چې په وینا یې یا خو یې موخه له سخت دریځو سره مالي مرسته ده او یا دا چې د جهاديانو بدني زور زیات کړل شي.

په یوه رپوټ کې چې سږ کال خپور شو ویل شوي وو، چې د ټراماډول د استعمال هدف په نایجریا کې د بوکو ډلې حرام وسله والو کې د وحشیانه زور زیاتي ډېرول دي.

د کپټاګون نومي درملو مهم ترکیب کې ایمفیټامین شامل دي، خو غیر قانوني نشه یې مواد تولیدونکي په کې اکثر کافین یا نور مواد شاملوي. د کپټاګون استعمال د اورپکو د جګړې کولو وړتیا ډېروي.