هديره د کندهار د شهيدانو

 

سليمان لايق

هديره د کندهار د شهيدانو

بيا کوربه د وطنپالو مېړنو شوه

 

د رازق د وينو رود هسې ياغي شو

چې کوڅه د لروبرو پښتنو شوه

 

د افغان په ننگ يې خپله ځواني جار کړه

خاطره يې اسطوره د زمانو شوه

 

هغه مينه چې ده سر ورباندې کېښود

افسانه زموږ د ټولو پښتنو شوه

 

کندهاره ستا په خاوره کې دا څه دي

چې سپېڅلې مور د ځوانو خاطرو شوه

 

څو چې يو افغان ژوندی وي وطن نه مري

افغاني خاوره تلپاتې د ننگو شوه

 

ها ککره تر اسمانه لا تېری کا

چې جار شوې تر ساتنې د سَرو شوه

 

چې شهيد د لوړ ارمان پکې ويده دی

هديره يې سجده‌گاه د هديرو شوه

 

چې لايق يې په ستاينه نه مړيږي

دغه خاوره اوس د وينو د څپو شوه

 

د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر شلمه