‏هرات کې درې تنه د غلا په تړاو نيولي

د هرات امنیه قومانداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه کس چې کندهار کې یې ۶۰ لکه کلدارې غلا کړې وې او هرات ته تښتیدلی و، نیولی دی. همدارنګه ۲ نور غله هم چې د هرات ښار ۶ ناحیې اړوند سیمو کې یې له یوه کوره زېورات، ۱میل تومانچه او ۵۰ زره افغانۍ غلا کړې وې، نیول شوي دي.