هرات کې د ۱۰۰ بستریز روغتون کار پای ته ورسېد

یاد روغتون د ولسمشر غني په امر د ملي پراختیا شرکت له لوري په ټاکل شویو شلو ورځو کې جوړ شوی، چې اوس یې د ولسمشر غني دویم مرستیال او هرات والي له لوري پرانېسته وشوه او په کرونا د اخته کسانو قرنطین او درملنې لپاره د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې هرات کې د هېواد تر نورو ټولو ولایتونو ډېرې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.