هسپانیا لومړنۍ ښځینه د دفاع وزیره په خپل کور کې مړه وموندل شوه

هسپانیا د دفاع پخوانۍ وزیره  ۴۶ کلنه کارمه چاکن  په خپل کور کې  مړه وموندل شوه.

هسپانیا د خبري رسنیو د خبر له مخې  د نوموړۍ کورنۍ  چې  د پرون ماښام راهیسې  د هغه نه  خبر نه وو ترلاسه کړی  د هغه کور ته لاړل. ډیر زیات زنګونه يي ووهل خو چا دروازه  خلاصه نکړه. وروسته پولیسو ته خبر ورکړ شو.

د پخوانۍ وزیرې کورنۍ  د پولیسو په ملګرتیا کور ته داخل شول چې د کور منځ کې  د کارمه چاکن  مړی  ولید.

پولیسو د لومړنیو تحقیقاتو نه وروسته ویلي « داسې ښکاري چې  میرمن چاکن  د زړه د حملې په پایله کې  ژوند د لاسه ورکړی وي »

پولیسو  د پخوانۍ دفاع وزیرې  د مرګ د لامل د معلومولو په خاطر  پراخه تحقیقات پیل کړي دي.

د یادولو وړ ده چې  میرمن چاکن  په ۲۰۰۰ کال کې  هسپانیا د کاتالونیا په سوسیالست ګوند کې په سیاست  پیل وکړ.همداشان  نوموړې  په همدې کال کې  سوسیالست کارګر ګوند ته  لاړه  او  یاد شوي ګوند لخوا  په پارلماني ټاکنو کې  ګډون وکړ او د بارسلونا د استازې په توګه يي پارلمان ته لار پیدا کړه.

هغه په ۲۰۰۷ کال کې  د لومړي وزیر زاپاتیرو  د حکومت  په دوره کې  د مسکن وزیرې په توګه وټاکل شوه.

همداشان  نوموړې  بیا په ۲۰۰۸ کال کې  د هیواد د لومړنۍ ښځینه  دفاع وزیرې په توګه وټاکل شوه. هغې تر ۲۰۱۱ کاله  د هسپانیا د دفاع وزیرې په توګه دنده ترسره کړه.

۴۶ کلنې  چاکن په ۲۰۱۴ کال کې د خپل ګوند  د مشرۍ په ټاکنو کې  ځان د ګوند د مشرۍ لپاره  نوماند کړ خو  د ۲۲ رایو  په فرق سره يي  مشرۍ  د لاسه ورکړه. هغې وروسته  د سوسیالست کارګر ګوند  د نړۍوالو اړیکو د چارو د مشرې په توګه  دنده پیل کړه. میرمن چاکن په ۲۰۱۶ کال کې بیا د خپل ګوند نه استعفا وکړه.