دوشنبه , 29 اپریل 2024

هسکه مېنه کې د زر متره په اوږدوالي سره دیوال جوړیږي

د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د دې ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په کوټوال سیمه کې د څه باندې ۲۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۹۵۰ متره په اوږدوالي استنادي دېوال د جوړیدو چارې پیل کیږي،چې د یو کال په موده کې به بشپړي شي .

د یاد دیوال د جوړیدو هوکړه لیک د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس او د هسکې مینې د کوټوال شورا غړو ترمنځ لاسلیک شو .