هغه اداکاره چې د نړۍ په کچه تر ټولو زياتې پېسې اخلي

د فوربز مجلې په نوې لړۍ کې د (ماډرن فېملي) اداکاره صوفيه ورګارا د نړۍ په کچه تر ټولو زياتې پېسې اخيستونکې اداکاره ګڼل شوې ده.

٤٨ کلنه صوفيه ورګارا په کولمبيا کې زېږېدلې ده او د (ماډرن فېملي) د وروستۍ برخې لپاره يې ٥٠٠ زره ډالر ترلاسه کړي دي.

هغه د (امريکاز ګاټ ټېلنټ) خپرونې جج يا مشره هم ده او په تېرو ١٢ مياشتو کې يې د معاش او نورو لارو څخه ٤٣ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي.

د فوربز مجلې په تازه ليسټ کې، چې د نړۍ په کچه د هنرمندانو په تړاو يې خپور کړى دى، صوفيه ورګارا پکې په لومړي سر کې ده چې تر ټولو زياتې پېسې اخلي.

صوفيه ورګارا کولمبيايي او امريکايي اداکاره، د ټلويزيوني خپرونو پروډيوسره، کومېډينه، د خپرونو کوربنه او موډله ده. هغې په ١٩٩٥ کال کې هنري نړۍ کې قدم ايښى دى او تراوسه پورې په هنري نړۍ کې کار کوي.

نوموړې په ١٩٩١ کال کې د جو ګونزاليس سره واده وکړ چې په ١٩٩٣ کال کې په طلاق ختم شو، وروسته يې په ٢٠١٥ کال کې د جو منګانيلو سره واده وکړ، چې تراوسه پورې يې دوام کړى دى.

صوفيه ورګارا په ٢٠١٢، ٢٠١٣ او ٢٠١٦ کلونو کې په امريکا کې تر ټولو زياتې پېسې ګټونکې ټلويزيوني اداکاره هم وه.

له صوفيه ورګارا وروسته بيا په نورو هنرمندانو کې د ٣٥.٥ ميليونه امريکايي ډالرو سره انجلينا جولي په دويم، د ٣١.٥ ميليونه امريکايي ډالرو سره ګال ګيډټ په دريم، د ٢٥ ميليونه امريکايي ډالرو په ترلاسه کولو ميليسا مکارتي په څلورم او ميرل سټريپ بيا د ٢٣ ميليونه امريکايي ډالرو په ګټلو سره پنځم مقام لري.

 

ايملي بلنټ بيا ٢٢.٥ ميليونه امريکايي ډالر، نکول کډمين ٢٢ ميليونه امريکايي ډالر، ايلن پوميو ١٩ ميليونه امريکايي ډالر، ايلزبت موس ١٦ ميليونه امريکايي ډالر او ويولا ډيوس ١٥.٥ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي.

کاپي هنرستان…