هغه اووه ننګونې چې یواځې بریالي کسان پرې لاسبري کیدای شي!

صفي الله سلطاني

ډیر خلک به مو لیدلي وي چې کله له یوې ستونزې سره مخ کیږي، نو هغه خپل تقدیر بولې او په پټه خوله ورته تسلیمیږي، ځیني خلک بیا د یوې ستونزي پر حل کولو ځان قادر نه بولې او پریږدي چې هغه ستونزه یې د ژوند یوه برخه شي، نو دا به واقعا په زړه پوري وي چې وګورو بریالي کسان له ستونزو سره د مخامخ کیدا په وخت کې څه ډول غبرګون ښیي او څه ډول په ستونزو لاسبري کیږي.

 

د دوئ پر نفس اعتماد/ باور څه ډول د دې باعث کیږي تر څو منفي فکرونه د دوئ له ذهن څخه ووځي، چې همدا منفي فکرونه ډیر وخت د ډیرو لایقو او معقولو خلکو د شاته تګ باعث کیږي.

 

مارټین سلیګمن هغه څوک ده چې همدا پدیده یې تر بل هر چا ښه د پینسیلوانیا په پوهنتون که مطالعه کړې، او هغه پر دې باور ده چې په ژوند کې بریاوي د یو لړ مهمو او حیاتي تمایزونو په پایله کې راځي، هغه وایې آیا تاسې پر دې باور لرئ چې ستاسو د ناکامیو تر شا لوی علت ستاسو خپلې نیمګړتیاوي دي، نو که داسي وي بیا همدا نیمګړتیاوي د پیهمو او دوامداره هڅو په پایله کې له مینځه وړای شئ.

 

بریالی ذهن اغلبا احساساتي او عاطفي ځیرکتیا ته اړتیا لري، او د تعجب ځای خو لا دا ده چې د هغو میلیونونو کسانو په مینځ کې چې د دوئ د پوهې او لیاقت کچه ازمایل شوی ده، اکثره د لوړ لیاقت خاوندان د لوړې ځیرکتیا (EQs) څښتنان دي.

 

د یوه بریالي ذهن/ ذهنیت ساتل اسانه کار نه ده. دلته مو د اوو داسې شیانو یادونه کړي چې یواځي بریالي کسان یې ماتولو یا له مینځه وړلو ته میلان لري. دغه اووه چالشونه/ ستونزې چې لاندي یې یادونه شوي خلګ ماتوي ځکه داسې ظاهریږي چې یو انسان پر دې باور وکړي چې پر دې ستونزي نه شي بریالی کیدای.

 

عمر

 

عمر یواځې یوه شمیره ده. بریالی کسان کله هم نه پریږدي چې د دوئ عمر دوئ تعریف کړي چې څوک دي او د څه ډول کارونو د تر سره کولو وړتیا لري.

 

مارټین وایې، ښه مې په یاد دي چې له ښوونځي څخه د فراغت پر مهال مې ښوونکی ویل، موږ تر اوسه ډیر بې تجربې او نوي ځوانان یو بناء د مشاوریت دنده نه شو تر سره کولای، هغه به ویل چې موږ باید پر ډیرو ځایونو کې مختلفې دندې تر سره کړو تر څو د یوه خپلواک مشاور په توګه وپیژندل شو، مګر زه د ټولګي تر ټولو کشر زده کوونکی وم خو د ښوونکی خلاف مې له مراجعینو سره د د مشاوریت دنده شروع کړه او پرته له ناکامۍ مې پر دې دنده کې ډیر پرمختګ وکړ .

 

خلک تاسې مجبوري او د مجبوریت احساس درکوي چې په کوم عمر کې کوم کار وکړئ، خو هغوئ ته غوږ مه نیسئ، البته بریالي کسان هغوئ ته غوږ نه نیسي. دوئ د خپل زړه او علاقې وړ لاره تعقیبوي، پرته له دې چې په څه ډول وجود اوکوم عمر کې ژوند کوي.

 

نور خلک ستاسو په اړه څه فکر کوي.

 

کله چې ستاسو د خوشحالتیا او لذت احساس له نورو سره تر مقایسه کولو وروسته څرګندیږي نو تاسو د خپل برخلیک د ټاکلو څښتن نه یاست. کله چې د نورو کړو وړو ته د عکس العمل نه ښکاره کول یو ناممکن کار درته بریښي نو بیا ولي ځان مجبوروي چې د خپلو بریاوو راز په نورو پورې وتړئ، هڅه وکړئ چې د نورو نظریات او څرګندونې د ځان په اړه په وړانګه کې له یوې زرې سره تشبیه کړئ، هغه وخت به ستاسو په اړه د نورو څرګندونې هیڅ ارږښت ونه لري، واقعي ارزښت مو له خپل وجوده را څرګندیږي.

 

بریالي خلک پر دې پوهیږي چې د نورو په نظریاتو فکر کول یواځې او یواځي د وخت او انرژي ضایع کول دي، کله چې یو بریالی سړی د یوه کار د کولو په اړه ښه احساس ولري او تر سره یې کړي، بیا کله هم د نورو خلکو د نظریاتو او خبرو تر تاثیر لاندي نه راځي چې له هغه کار څخه یې راوګرځوي.

 

زهرجن خلک

 

بریالی خلک تل په یوه ساده مفهوم باور لري: تاسو په منځنۍ کچه یو له هغو پنځو کسانو یاست چې ډیر وخت مو له دا ډول خلکو سره تیریږي.

 

یواځې په همدې اړه فکر وکړئ- ځیني ډیرې بریالۍ کمپنۍ په دې نږدې وختونو کې د بااستعداده جوړو له خوا جوړې شوي دي. سټیو جابز او سټیو وزنیاک د اپل کمپنۍ جوړونکو په همسایه ګۍ کې ژوند کاوه، بیل ګیټس او پاول الین د مایکروسافټ کمپنۍ جوړونکو د اماده ګۍ پر یوه مکتب کې یو بل وپیژندل، او سرجي برین او لیري د ګوګل جوړونکو په سټنفارډ پوهنتون کې یو بل ولیدل.

 

یواځې د سترو خلکو په څیر له ځان سره مرسته وکړئ چې خپل واقعي قدرت ته ورسیږي. زهرجن خلک مو له ځان سره په منفي ګرایي، ظلم، وحشت او لیونتوب کې ډوبوي، زهرجن خلک یواځې او یواځې د فشارونو او جګړو د تولیدیدا سبب کیږي چې په هر قیمت یې باید مخه ډب شي.

 

که تاسې په ژوند کې له خپل اوسني موقف څخه ناراضه یاست، نو فقط یو ځل مو پر خپل شاوخوا نظر واچوئ، هغه خلک چې تاسې پر خپل شاوخوا راټول کړي ستاسو د ستونزو اصلي ریښې دي، تاسې به کله هم د بریا اوج ته ونه رسیږئ، تر هغو چې ځان له دې ډول زهرجنو خلکو خلاص نه کړئ او ښه خلک تر خپل شاوخوا را تاو نه کړئ.

 

ویره/ ډار

 

ویره له هغو اوږدو فکرونو څخه پرته بل شی نه ده چې ستاسو د تخیلاتو د ناکامۍ سبب کیږي. دا یو واقعي خطر ده، یوه ناراحت کوونکي عجله ده. ویره یو انتخاب ده، بریالي کسان پر دې تر ټولو ښه پوهیږي، ځکه هغوئ تل ویره محاروي، هغه نور له دې سره عادي شوي چې څنګه ویره پر یوه ښکلي احساس بدله کړي.

 

په ژوند کې د ویرې له خاطره شاته مه راځئ، ما اکثره له خلکو اوریدلي دي، چې تر ټولو بدترین کار چې له یوه انسان سره کیدای شي، هغه د هغه وژل دي. خو زه وایم نه تر دې هم بد کار سته، هغه دا: “تر ټولو بد کار چې سړی یې له ځان سره کوي هغه په داخل کې د خپل ځان وژل دي په داسې حال کې چې بیا هم ژوندی وي”.

 

منفي ګرایي

 

ژوند تل داسې پر مخ نه ځي څنګه چې یې تاسې غواړئ، خو کله چې له ماتي/ ناکامیو سره مخامخ کیږي نو مسئولیت یې یواځي ستاسې پر غاړه ده، ځکه تاسې هم هماغه څلوریشت ساعته په یوه شپه-ورځ کې لرئ کوم چې یې هر سړی لري. بریالي خلک د خپل ژوند هره لحظه حسابوي ، د دې پر ځای چې په شکایتونو سر شي چې دا باید داسې او هغسي شوي وای، هره پیښه مني او پر هغې خوشحاله وي، وروسته بهترینه او ښه موجوده حل لاره ورته پیدا کوي، تر څو ستونزي حل کړي او پر مخ حرکت وکړي.

کله چې کوم کس د منفي ګرایي سبب کیږي، نو بریالي خلک له همدې خلکو څخه په لیري والي او د هغوئ پر محدودولو د همدې منفي ګرایي مخه ډب کوي.

 

کله چې شکایت کوونکي سګریټ څکوي، نو آیا تاسې به وغواړئ چې ټولو ورځ په یوه ځای کې د هغوئ په څنګ کې کینئ او د سګریټ لوګي یې تنفس کړئ؟

 

البته چې نه. تاسې به له هغوئ څخه لیري کیږي، او تاسو به همدا کار له ټولو منفي ګرا خلکو سره کوئ.

تر ټولو یوه ښه لار چې له شکایت کوونکو ځان خلاص کړئ دا ده چې له هغوئ څخه د همدې مشکل د حل کولو طریقه وپوښتئ چې شکایت یې کوي، دوئ به یا غلي کینې او یا به خبرو ته په یوه ښه طریقه دوام ورکړي.

 

تیر که راتلونکی

 

تیر او راتلونکی هم د ویرې په څیر ستاسو د ذهن محصول ده. بریالي کسان په دې پوهیږي چې هیڅ د ګناه پیټی تیر نه شي بدلولای او هیڅ ډول تشویش راتونکی نه شي تغیرولای، ځکه نو دوئ په اوسني حالت کې ژوند کولو ته ډیره توجه کوي. دا به ناممکنه وي چې تاسو ټول فکر په اوس حالت راټول کړئ کله چې تاسو دائما بل چیرته (تیر/راتلونکي) کې یاست، د دې پر ځای مجبورا باید د حاضر وخت حقیقت هغه که ښه وي/ بد قبول کړئ.

 

د دې لپاره چې په حاضر وخت کې ژوند وکړئ، باید دوه کارونه تر سره کړئ:

 

لومړی: خپل تیر وخت قبول کړئ. بریالي خلک په دې پوهیږي چې له تیر وخت سره تر ټولو ښه چلند دا ده چې یواځې دا وګورو چې څومره ځای راغلي یو.

 

دوهم: د راتلونکي په اړه شک کول پریږدي، او له ځان څخه غیر ضروري توقعات بس کړئ. تشویش ته مو په اوسني وخت کې ځای مه ورکوئ، لکه مارک ټواین چې وایي: تشویش کول داسې مثال لري لکه داسې چاته چې قرض ورکوې چې اصلا یې قرضداره نه یې.

 

د نړۍ یو برخه اوسه

 

که چیري ټول وخت خبرونه وڅارئ نو یواځې به د جګړې یوه بې پایه دایره، د تاوتریخوالي پیښې، مات اقتصاد، ناکامې کمپنۍ او محیطي فاجعې واورئ او وګورئ، بیا نو اسانه ده چې داسې فکر وکړئ چې نړۍ به ډیره ژر را نسکوره شي.

 

او څوک پوهیږي؟ کیدای شي نسکوره شي. خو بریالي کسان بیا په دې اړه تشویش نه کوي ځکه هغوئ پوهیږي کوم شیان چې دوئ نه شي کنټرولولای په هغه کې ځان نه ښکیلوي. د دې پر ځای دوئ خپله ټوله توجه او انرژي پر هغو دوو شیانو لګوي کوم چې په مکمل ډول د دوئ په اختیار او کنټرول کې دي، چې هغه عبارت له پاملرنې او هڅو څخه ده. دوئ پر هغو شیانو پاملرنه زیاتوي چې دوئ ته خوشحالي ورکولای سي، دوئ په نړۍ کې پر ښو پیښو ډیر دقت کوي، دوئ خپلې هڅې هغو کارونو ته راټولوي چې هره ورځ یې د خپل ژوند او شاوخوا چاپیریال د ښه والي لپاره کولای شي، او همدا کوچنئ کوچنئ مرحلې د دې سبب کیږي چې باالاخره نړۍ پر یوه امن او پرمختللي ځای بدله شي.

 

همدا مرحلې سره را یوځای کړه

 

بریا ته رسیدل مو پر ذهن او فکر پورې تړلې ده. که منظم او په پوره دقت سره قدمونه پورته کړئ، نو پر دې متیقین اوسئ چې همدا اووه موانع به مو کله هم په ژوند کې له ناکامیو او دروني قوت څخه د کاملې استفادې مانع و نه ګرځي.