هغه خلک چې ښه سهار په بریاوو پېلوي، لاندې ځانګړنې لري

ژباړن: حضرت عثمان نوري

د یو کار پېلول تر بشپړولو سخت وي، له همدې آمله که تاسې د شپې تر ناوخته ویښ یاست؛ نو بیا سهار وختي له خوبه په اسانۍ نه شئ پورته کېدلی. ددې لپاره چې تاسې یو بریالی سهار پېل کړئ او چارې مو له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي، دلته به موږ هغه لارښوونې ستاسو مخته کیږو چې تاسې پرې ښه او بریالی سهار پېلولی شئ.

۱- سهار وختي له خوبه پورته شئ.

۲- که چا له خوبه پورته کړئ، مننه، خوښي او کور ودانی ترې وکړئ.

۳- د عبادت (اودس، لمونځ او تلاوت) وروسته؛ هره ورځ په عادي ډول لله ۱۰-۳۰ دقیقو ورزش وکړئ.

۴- که په خونه کې مو شپه صبا کړه، بهر ووځئ او تازه هوا تنفس کړئ.

۵- له سهارني وړاندې کم ترکمه یو ګیلاس اوبه وڅښئ.

۶- په آین کې مُسکا وکړئ.

۷- سهارنی (چای، قهوه او خواړه) وخورئ؛ یعنې یوازې له چایو یا له قهوې ګټه مه اخلئ، بلکې یو څه خواړه هم ورسره وخورئ.

۸- په دې تمرین مو ځان اموخته کړئ چې څنګه د هر سهار (ورځې) لپاره یو پلان طرحه کړئ.

۹- که کوم پلان مو طرحه کولو، یا یې په “ژورنال” او یا یې په یاداښت ورقه کې نوټ کړئ.

۱۰- ځان ته د ورځې درې ځانګړي اهداف وټاکئ.

۱۱- داسې مقالې او لیکنې ولولئ، چې الهام یا پېغام ورکوونکې وي.

۱۲- په دې فکر ځان روږدی کړئ، چې څنګه وکولای شئ؛ څو د خپلې کورنۍ سره مو ښه چال چلند وکړئ.

۱۳- او له طبیعت څخه راضي اوسئ او خوند ترې واخلئ.