هغه دلیلونه چې نارینه باید پر ځان افتخار وکړي

محمد نعيم مخلص

هغه دلیلونه چې نارینه  باید پر ځان افتخار وکړي

همېشه ستاسو دنوم څخه د تخلص په توګه استفاده کیږي.

دوستان مو ستاسو د وزن زیاتوالي یا کموالي ته توجه نه کوي.

که تر ۳۴ کلنې پوري هم مجرد واوسئ ، ستاسو لپاره عیب نه دي او څوک نیوکه نه درباندي کوي.

د هر مقام هیله درلودلای شئ.

هر وخت چي وغواړی د کور څخه دباندي وتلای او راتلای شئ.

په تلیفون کې مو د خبرو اترو وخت حداکثر ۳۰ ثانیي وي.

د یوي هفتي مسافرت لپاره یوازي یوي کوچنی لاسي بستي ته ضرورت لرئ.

په ۱۰ دقیقو کي کولای شی حمام وکړئ او یوي میلمستیا ته د تلو لپاره اماده شئ.

ټولي د مربا یا اچارو ښیښي خپله خلاصولای شئ.

همکاران او دوستان مو ستاسو د اوښکو د راتلو سبب نه کیږي.

د مخ د پوستکي رنګ مو همیشه طبیعی وي.

کله چي مو اطاق ته میلمه راشي مجبوره نه یاست چي ټول یې کړی.

بغیر له کومي ډالۍ څخه د خپلو خپلوانو او دوستانو لیدو ته تلای شئ.

ضرورت نه لري چې د شیانو څخه ډکه بسته د ځان سره وګرځوی.

او بلاخره په زوړوالي کې یو کامیابه شخص اوسیدلای شئ

ژباړه: عایشه عزیزي