هغه سندرې چې شاه رخ خان ته یې شهرت ورکړ

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار شاه رخ خان پرون خپله ۵۶مه کلیزه ولمانځله، نوموړی له تېرو درې لسیزو یا ۳۰ کلونو راهیسې په بالي ووډ سینما باندې پاچاهي کوي.

نوموړی د هندي سینما یو داسې اداکار دی، چې د هغه شهرت ډېر زیات دی او شهرت یې په باکس افس د هغه فلمونو په کامیابۍ او ناکامۍ هېڅ تاثیر نه کوي.

همدا لامل دی چې په هند کې هغه په لکونو مینه وال لري او خلکو ورته د بالي ووډ د پاچا لقب ورکړی دی. د هغه په کامیابۍ کې د فلمونو ترڅنګ د فلمونو ځینو سندرو هم ډېر کار کړی دی، چې هغه ته یې ډېر شهرت ورکړی دی.

دلته د شاه رخ خان هغه ۱۰ مشهورې سندرې تاسې سره شریکوو، چې د هغه په شهرت زیاتولو کې یې مرکزي کردار ادا کړی دی، چې تراوسه پورې دا سندرې خلک په مینه اوري.

۱-: د (دل والی دلهنیا لی جاینګی) فلم سندره (تجهی دیکها تو یو جانا صنم)، ۲-: د (دل سی) فلم سندره (چهیا چهیا)، ۳-: د (پردېس) فلم سندره (یه دل دیوانه)، ۴-: د (کبهي خوشي کبهي غم) فلم سندره (سورج هوا مدهم)، ۵-: د (یس باس) فلم سندره (مین کويي ایسا ګیت ګاو).

۶-: د (ډوپلیکیټ) فلم سندره (میری محبوب میری صنم)، ۷-: د (مايي نېم از خان) فلم سندره (تیری نینا)، ۸-: د (کل هو نا هو) فلم سندره چې په همدغه نوم ده، ۹-: د (اوم شانتي اوم) فلم سندره (مین اګر کهو) او ۱۰-: د (کبهي الوداع نه کهنا) فلم سندره (متوا).