هغه فلم چې اکشی کمار يې په نه کولو تراوسه خپه دی

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار اکشی کمار ته په (بهاګ ملکا بهاګ) فلم کې د کار کولو وړاندیز شوی و، خو هغه دا فلم رد کړی و، چې نوموړی به دغه فلم کې په کار نه کولو تراوسه پورې خپه دی.

د معلوماتو له مخې، اکشی کمار په خپله دا خبره منلې ده او ویلي يې دي چې کله ورته د دغه فلم وړاندیز وشو، نو هغه وخت يې یو بل فلم کې کار کولو او له دې امله يې په کې د کار کولو څخه انکار وکړ.

اکشی کمار وايي، چې په (بهاګ ملکا بهاګ) کې په کار نه کولو تراوسه پورې خپه دی، په دغه وخت کې هغه په (ونس اپون اې ټایم ان ممبۍ دوباره) فلم کې کار کولو، چې له امله يې په (بهاګ ملکا بهاګ) کې کار ونکړ.

د یادولو وړ ده چې د اکشی کمار دغه فلم ناکامه شو او د فرحان اختر فلم (بهاګ ملکا بهاګ) بیا ډېر کامیاب فلم شو، چې هغه ته يې په بالي ووډ کې نوی نوم ورکړ.

که د اکشی کمار د راتلونکو فلمونو خبره وشي، نو د هغه دوه فلمونه (سوریاونشي) او (بیل باټم) بشپړ شوي او ریلیز ته په تمه دي، چې ښايي د هند د ازادۍ په ورځ خپاره شي.

کاپي…