هغه لاملونه چې نجونې بې واده او مجردې پاتې کیږی

ژباړه او زیاتوونه: مریم محمدی

یادونه: دا لیکنه عمومی ده، یعنې ځینی برخې ښایی په افغان ټولنه کې عملی نه وی، خو دلته یو پراخه یادونه شوې چې نړۍ کې یې له امله انجونې بې ودونو پاتې وی.

کیدای شی ډیرې انجونې به مو لیدلی وی چې ژر واده نه کوی، هغوی شاید خپل دلایل او خبرې ولری، خو دا چې ولې زر واده نه کوی زموږ په نظر ځینې دا علتونه هم لری:

لوړ معیارونه:

هغه نجونې چې تر اوسه په کور پاتې دی دوی د خپل راتلونکی ملګری لپاره سخت معیارونه په نظر کې لری، چې په اوس وخت کې پوره کول یې ستونزمنه خبره ده.

نجونو ته پکار ده چې د خپل ژوند په اړه منطقی فکر وکړی، خپل ځان او ټولنې ته په کتو یو ځوان دې د خپل ژوند لپاره وټاکی.

له دندې او کار سره مینه:

اکثر ټولنو کې دا لیدل کیږی، نجونو په خپلو دندو کې دومره بوختې دی چې اصلا د راتلونکې په اړه فکر کولو ته نه بې کاریږی.

تاسو به هم په خپل کاری محیط کې دا لیدلی وی یوشمېر نجونې مجردې دی، دوی په دې فکر دی چې څنګه کولای شی په کاری برخه کې پرمختګ وکړی.

همدارنګه ځینې نجونې له دندې سره د مینې له امله هم زر واده ته زړه نه ښه کوی، د دوی په اند واده یې د پرمختګ مخه نیسی، او بیا به ونشی کړی، چې خپلو هیلو ته ورسیږی.

له ملګرو یا دوستانو سره خوشاله اوسېدل:

ځینې نجونې ځکه له واده پاتې دی، چې نه غواړی له خپلو ملګرو لرې اوسی، په دې معنا چې دوی فکر کوی چې له واده وروسته به له خپلوان او دوستانو سره له لیدنو یا تګ راک بندې شی، له ملګرو نه لریوالی ورته سخت ښکاری، نو له دې امله د داسې یو کس په لټه کې دی چې د دوی په ژوند کې محدودیتونه غوره نه کړی.

پرېکړه نشی کولای:

نن سبا نجونې په دې اند دی چې تل به ورته ښه خواستګار پیدا کیږی، که چیرې د واده په اړه زر پریکړه وکړی ممکن وروسته ورته داسې یو څوک پیدا شی چې دې یې په اړه خیال کاته، نو ځکه په خپله پریکړه یا تصمیم کې زړه نا زړه وی.

د مجردو نجونو لپاره حل لاره څه ده ؟

هغه نجونې چې له واده پاتې دی او په خپلو تیروتنو پښمانه دی، دغه لارښونې دې په نظر کې ونیسی:

ټاکنه وکړئ

له هر څه مخکې خپل ځان وپیژنئ، وګوره چې له ځان سره مینه لرئ کنه؟ وروسته د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړئ داسې شخص وټاکئ چې تاسو مناسب وی، فکر مو وی چې له بړستنې سره مو سمې پښې وغځوئ.

منفی افکارو ته مو بدلون ورکړئ

یو شمېر نجونو د خپلو منفی فکرونو له امله مجردې پاتې دی، دوی تل دې ته اندیښمن دی چې ګواکی واده د ستونزو مور ده.

نه داسې نه ده، له خپلو منفی فکرونو سره مبارزه وکړئ، راتلونکی مو په ښه فال ونیسئ همدا رنګه مثبت فکر وکړئ.

خوشاله اوسئ

تر ټولو غوره اړیکه له خپل ځان سره اړیکه ده، نو تل هڅه وکړئ چې خوشاله اوسئ.

هغه نجونو چې له واده پاتې دی، خپه وی، له نور ځان کم ګنی چې دا حالت یې په روح بده اغیزه لری.

ممهمه نه ده چې د خوښۍ لپاره له نورو سره ضرور په اړیکه کې اوسئ، همدا چې تاسو په یوازېتوب کې خوشاله اوسی له دې غوره ده چې له نورو سره په یوځای توب کې خپه اوسئ.

بې ځایه پریکړه مه کوئ

پام کوئ، چې د خلکو د خبرو لپاره په بیړه تصمیم مه نیسئ یا هم داسې څوک د واده لپاره مه ټاکئ چې په نوم میړه وی، یعنې د طعنو نه د خلاصون لپاره خپل راتلونکی مه خرابوی، هغه نجونې چې په کور کې پاتې دی، د کورنۍ غړی باید ورته په کمه سترګه ونه ګوری، ځکه د دوی د پاتې کیدو ۵۰ فصیده لامل همدا د کورنۍ غړی دی.

ښکاره شئ

په داسې ښه شخصیت او درانه حالت کې اوسئ چې نور خلک تاسو وګوری او و شخصیت مو وپیژنی.

مثلا کورنی دعوتونو ته لاړ شئ، د خپلوانو د خوښۍ په مراسمو کې برخه واخلئ.

دا چې اوسه پورې له واده پاتې یې ممکن یو دلیل هم دا وی چې نښکارئ تر څو یوه کورنۍ ستاسو د خپل زوی لپاره غوره کړی.