هغه ماشومان چې په کم عمرۍ کې ښوونځي ته ځي د ډپریشن ښکار کیږي!

د انګلستان د روغتیا او درملو پوهنځي د یوې نوې څیړنې له مخې ښودلې، هغه ماشومان چې په کم عمرۍ کې ښوونځي ته ولیږل شي د خپګان او ډپریشن ښکار کیږي.

دوی وایي دغه ډول کوچنیان د نورو په پرتله ۳۰سلنه د خپګان ښکار کیږي، ځکه چې دوی په درسونو د تمرکز، په درسونو پوهیدو او له ځانه د سترو کسانو سره د ملګرتیا کولو مبارزه کوي چې دوی ته سخت کار دی.

انګلستانۍ ورځپاڼې «ډيلي میل» په یوه راپور کې ویلي، پوهانو له ۱ ملیون څخه د زیاتو ماشومانو څیړنه وکړه، په پایله کې یې وموندله چې په ښوونځي کې کوچني زده کونکي د بې نظمه فعالیت او د پاملرنې نشتوالي له کبله زیات د خپګان ښکار کیږي.

راپور زیاتوي چې کوچنیان ۳۶سلنه زیات د پاملرنې نشتوالي له کبله د هغو زده کونکو په پرتله چې عمرونه یې زیات دي، او ۳۰سلنه د رواني ستونزو سره مخ کیږي.

د ماشوم خپګان او ډپریشن د هغه په چلند او روغتیا ژور منفي اغیز کوي، باید ښوونځي ته له لیږلو وړاندې ددوی عمر د ټولګیوالو سره پرتله شي.

پوهانو یادونه کړې که څه هم په عام ډول د زده کونکو عمرونه ټولګي کې ډير توپير نه لري، خو په دوی کې هغه زده کونکی چې عمر یې د نورو په پرتله کم وي، په تمرکز کولو، په درس د پوهېدو، د درس یادولو او د هغو ټولګیوالو سره چې عمرونه یې له ده زیات وي ستونزې لري.

د څیړنې مخکښ لیکوال (جیریمي) ویلي: «مونږ له اوږدې مودې راهیسې دا ارزولې، هغه کوچنیان چې په ټولګي کې یې عمرونه کم دي، د سخت خپګان او ډپریشن ښکار وي او دوی دا فکر کوي چې د مشرانو په پرتله یې په اکادیمي کچه اغیز کم دی، همدا لامل دی مونږ باور لرو چې په ټولګي کې د عمر برابروالی کوچنیان د خپګان او ډپریشن څخه ژغورلای شي

کاپي…