هغه نوم چې ړنګ نه ‌شو

د ارواپوهنې استاد ټولګي ته راننوت او خپلو شاګردانو ته يې وويل؛ نن غواړو چې يوه ذهني لوبه وکړو، هر څوک چې غواړي همدا اوس دې د تختې مخ ته راشي.

په دې وخت کې يوه مېرمن راولاړه شوه، د تخې ته مخ ته ودرېده.

استا ورته وويل چې د ژوند د سفر تر ټولو مهم کسان مو څوک دي، نومونه يې وليکه.

ښځې د کورنۍ غړي، ملګري، ټولګيوال، ګاونډيان يا هر څوک چې وو، خو اووه نومونه يې پر تخته وليکل.

وروسته استاد ترې وغوښتل چې پنځه نومه ترې ړنګ کړي.

ښځې د ګاونډي نوم ړنګ کړ، دغه کار دوام وکړ، څو چې يوازې د څلورو نفرو نومونه پاتې شول. دغه پاتې د مور، پلار، مېړه او زوی نومونه وو.

ټول ټولګی غرقې چوپتيا اخيستی و، د ټولو سر خلاص شوی و چې دا کومه بازي نه، بلکې يوه سخته ازموينه ده چې ښځه په‌ کې ګير شوه.

استاد بيا وغوښتل چې له دغو نومونو دوه نور ړنګ کړي، ښځې حيرانې سترګې رپولې، وروسته يې په ډېره ناهيلی د پلار و مور نومونه پاک کړل. استاد زياته کړه؛

مهرباني! يو بل نوم هم حذف کړئ.

ښځه ترهېدلې وه، په ډکو سترګو او رېږدېدليو لاسو يې د زوی نوم ړنګ کړ او بيا يې ستونی راډک شو، پړنګ شو اوښکې يې را ورغړېدې.

استاد اشاره وکړه، ښځه پر خپل ځای کښېناسته.

استاد وپوښتله؛

ولې دې د مېړه نوم پرېښود؟ د پلار و مور نوم دې ړنګ کړ، حال دا چې ته يې ماشومه را وپاللې، لويه شوې، ته هر وخت کولای شې چې مېړه ولرې، زوی دې وزېږي…

ټولګی چوپ و، د ټولو يوازې باڼه ښورېدل، ټول غوږونه د ښځې ځواب ته څک وو.

ښځې په ټيټ غږ په خبرو پيل وکړ؛

کله چې مې پلار او مور له دنيا ولاړ شي او زوی مې لوی شي، د کار، تحصيل يا بل هر علت په خاطر به مې پرېږدي، بيا نو يوازېنی انسان چې واقعاً ټول ژوند له ما سره تقسيموي، هغه زما مېړه دی.

ټول شاګردان له خپلو ځايونو پاڅېدل، چکچکې پيل شوې.

دوی هغې ښځې ته لاسونه پړکول چې د ژوند يو ژور حقيقت يې د دوی مخې ته ايښی و.