د جاپان، هسپانیا، سنګاپور، سویس او جنوبي کوریا خلک د نړۍ د نورو هیوادونو تر خلکو په متوسط ډول زیات ژوند کوي.
د بي سي سي خبریاله لیندسي ګالووې وايي، د هغو هیوادونو چې د عمر اوسط پکې شاوخوا ۷۱ کاله دی، د عمر اوږدوالی ځان ته راز لري.
دا وايي چې د هغوهېوادونو، چې د ۲۰۱۷ کال د نړۍ د خوشالي په راپورWorld Happiness Report) ) کې یې عمرونه زیات ښودل شوي، له اوسېدونکو سره ږغېدلې څو معلومه کړي چې څه شی د دوی د عمر د اوږدوالي سبب شوی دی.
جاپان
په جاپان کې د عمر اوسط ۸۳ کاله دی. د دې لپاره چې د عمر د اوسط په اړه ذهنیت ولرو د افغانانو د عمر د اوسط یادونه کوو. په ۲۰۰۱ م کال د افغانانو د عمر اوسط ۲۸ کاله و. په وروستیو کلونو کې له ۱۰ تر ۱۵ کلونو پورې زیات شوی دی.
جاپان د عمر د اوسط له پلوه له ډېروکلونو راهیسې لومړی مقام لري.
د جاپان اوکیناوا ټاپو په دې مشهور دی چې اوسېدونکي یې اوږد عمر کوي. په رښتیا هم همداسې ده. څېړنو ثابته کړې چې د اوکیناوا د ټاپوګانو خلک د ځانګړي خوراکي رژیم له برکته زیات عمر کوي.
توفو، خواږه کچالو او په کمه اندازه کب د اوکیناوا د خلکو اصلي خوراک دی.
د بوډاګانو ترمنځ ټولنیزې اړیکې یا راشه درشه ډېره ده او له بلې خوا د دې سیممې اوسېدونکي لږ ستریس لري.
هسپانیا
د مدیترانې خورما، د زیتونو غوړي، تازه سابه او واین د هسپانیایانو د عمر له اوږدوالي سره مرسته کړې ده.
د هسپانیا د خلکو د عمر اوسط ۸۲ اعشاریه ۸ کاله یعني نژدې ۸۳ کاله دی.
د هسپانیا خلک پلي زیات ګرځي او ډېر خلک بایسکل چلوي.
سینګاپور
د سینګاپور د اوسېدونکو د عمر اوسط اوس ویل کېږي چې تر ۸۳ کلونو هم زیات شوی دی.
په دغه هیواد کې په اولاد د میندو مړینې او د ماشومانو مړینې خورا لږ او نادرې دي. سینګاپور وقایوي طب ته زیاته پاملرنه کړې ده.
ښاري کلتور او چاپېریال هم د سینګاپوریانو د عمر له زیاتوالي سره مرسته کړې ده. د دغه هیواد ښاریان د سپورت لپاره په منظم ډول جم یا عمومي پارکونو ته ځي.
په وروستیو کې په دغه هیواد کې لومړنی تیراپیوتیک پارک پرانیستل شو. د دغه پارک هدف دا دی چې د خلکو ستریس لږ شي اود ځوانانو ذهني ارامښت ډېر شي.
په سینګاپور کې تر نورو هیوادونو پر سیګرېټو او الکولو مالیه ډېره لوړه ده.
سویس
په سویس کې د خلکو د عمر اوسط ۸۱ کاله دی. سویس چې د اروپا یو تر ټولو شتمن هیواد دی، اوچت روغتیايي امکانات او د صحي چارو تکړه کارکوونکي لري.
د طبیعت ښکلا، لوړو غرونو او د ژوند ښو وسایلو هم د دغه هیواد د خلکو د عمر له اوږدوالي سره مرسته کړې ده.
جنوبي کوریا
د تازه څېړنو پر اساس جنوبي کوریا د عمر په اوږدوالي کې ریکارډ جوړ کړی دی. څېړنې ښيي چې په دغه هیواد کې اوس عمر ته امېد ۹۰ کالو ته رسېدلی دی چې راز یې د دغه هیواد په غښتلي او غوړېدونکي افتصاد کې دی.
د جنوبي کوریا خلک له روغتیايي اسانتیاوو په اسانه او په پراخه پیمانه برخمن دي، د وینې فشار پکې لږ دی.
خوراکي رژیم یې ډېر صحي دی، خواړه یې لږ کلسترول لرونکي دي چې له کبله یې په دغه هیواد کې سرطاني ناروغۍ لږې دي.
د جنوبي کوریا د خلکو په خوراکي ژیم کې فایبر زیات دي.
کلتور او مذهب یې هم، چې له یو بل سره خلک همکارۍ ته تشویقوي د کوریایانو د عمر له اوږدوالي سره مرستندوی بلل کېږي.