هغه ښځه چې د نړۍ تر ټولو غټ اننګي (غومبوري) لري

د ښايست يا ښکلا لپاره نن سبا خلک ډېر سخت ګامونه پورته کوي او د خپلې څېرې د ښکلا لپاره ډېرى خلک اوس عمليات کوي، تر څو په ښايست کې يې لا زياتوالى راشي.

ځينې ښځې دا شوق لري چې شونډې يې غټې شي، ځينې بيا غواړي چې ټوله څېره يې ښکلې شي، خو نن به درته د يوې داسې ښځې په اړه معلومات درکړو، چې هغه په نړۍ کې د تر ټولو غټو اننګو يا غومبورو په اړه پېژندل کېږي.

دا ښځه د اوکرين اوسېدونکې ده، چې ٣٢ کاله عمر لري، نوم يې انستاسيه دى او موډله ده، نوموړې له تېرو ٦ کلونو راهيسې ډېر شمېر عمليات ترسره کړي دي او خپله ټوله څېره يې بدله کړې ده.

د ځانګړې څېرې درلودو په خاطر انستاسيه خپلې شونډې او اننګي د عملياتو په مرسته غټ کړي دي، هغه وايي چې هېڅ ورته دا معلومات هم نشته چې تراوسه پورې يې د څېرې د ښکلا لپاره څومره عمليات ترسره کړي دي.

د انستاسيه خپله اصلي څېره ډېره ښکلې وه، خو اوس يې پېژندل ګران دي، د ٢٦ کلونو په عمر هغه ډېره ښکلې نجلۍ وه، خو د ٣٢ کلونو په عمر اوس د هغې څېره ټوله بدله شوې ده.

 

انستاسيه په ټولنيزو رسنيو کې ډېر مينه وال لري، خو په ټولنيزو رسنيو کې د څېرې د داسې بدلولو په اړه هم په هغې ډېرى خلکو نيوکې کړې دي.