ژباړه: عطا محمد مياخېل
1_ سهار وخته له خوبه را ويښ شئ.
2_ د سبا ناري له خوړلو مخکې ورزش وکړئ.
3_ کافي او منظم سبا ناری وخورئ.
4_ د ازموينې اړين وسايل را واخلئ.
5_ ډاډه, هوسا او آرامه واوسئ.
6_ تر ټاکلي وخت شل دقيقې مخکې ځان د ازموينې ځای ته ورسوئ.
7_ مثبت فکر وکړئ.
8_ د ازموينې ټولو لارښوونو ته ښه په دقيقه توګه غوږ ونيسئ.
9_ د ازموينې له پيل څخه مخکې څو ژورې ساه ګانې وباسئ.
10_ ټولې پوښتنې په دقيقه توګه ولولئ.
11_ هغه پوښتنې, چې په ځواب يې پوهېږئ, لومړی حل کړئ.
12_ له لارښود ښوونکي څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.