هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۳ ملکي وګړي وژلي دي

د هلمند د امنې قومندانۍ د رسنیو د برخې مسئول محمد سازمان همدرد وايي، چاودنه پرون د هلمند د ناوې ولسوالۍ د خرابې په سیمه د ملکي خلکو پر موټر شوېده. چې له امله یې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوې دي.

په وژل شوو کې یوه مېرمن، یو نارینه او يو هم ماشوم شامل دی.

همدرد وایي، ماین وسله والو ځای پر ځای کړی و.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.