هلمند کې د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو ۳ زیرمې له منځه وړل شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې یو لړ عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو درې زیرمې کشف او له منځه وړل شوي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو زیرمو کې تر ۷۰۰ کیلو ګرامو پورې چاودېدونکي توکي موجود وو او پر وخت د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.