هلمند کې وسله والو طالبانو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده

د ملي امنیت صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،  د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو هغه پلان چې له مخې یې پر افغان کومانډویي ځواکونو د برید اراده درلودله، شنډ شو او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

خبر پاڼه وایي، افغان امنیتي ځواکونو تر خبرېدو وروسته پر وسله والو طالبانو برید کړی، چې پر مهال یې ۱۵ وسله  وال طالبان وژلي او د دوی یو تن مهم قوماندان یې هم ژوندی نیولی دی.

د ملي امنیت یاده قطعه وایي، د عملیاتو پر مهال له وسله والو طالبانو یو اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي