هما قریشي: غواړم خپلو ټولو مینه والو ته ووایم چې تاسې سره مینه لرم

د بالي ووډ د ښایسته او مشهورې اداکارې هما قریشي ځینې مینه وال له دې امله خپه دي چې په هالي ووډ فلم (ارمي اف دي ډیډ) کې د هغې کردار ولې دومره کوچنی دی، خو هما قریشي وايي، چې دا یې په هالي ووډ کې لومړنی فلم دی.

 

د یادولو ده چې مخکې هم د بالي ووډ ډیرو اداکارانو په هالي ووډ فلمونو کې کار کړی دی او اوس تازه هما قریشي هم د ډایریکټر زیک سنایډر په نوي فلم کې راڅرګنده شوې ده.

 

ارمي اف دي ډیډ فلم انلاین خپور شوی دی او په انلاین بڼه یو له زیاتو لیدل شویو فلمونو څخه دی، چې هما قریشي هم له دې امله ډېره خوشحاله ده. په دې اړه هما قریشي په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې غواړي خپلو ټولو مینه والو ته ووايي چې ورسره مینه لري.

 

هما قریشي وايي، چې هندي مینه وال ډېر ښه دي، زه غواړم چې هغوی ته دومره مینه ورکړم، څومره مینه چې هغوی له ماسره کوي، دا زموږ ملاتړ کوي او تشویقوي مو، د مینه والو مینه نه هېرېدونکې ده.

 

د یادولو وړ ده چې د بالي ووډ فلمونو ۳۴ کلنې اداکارې هما قریشي په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال کې په (ګینګ اف واسع پور) فلم کې کار کړی و، چې له هغه وروسته یې ډېر شهرت ترلاسه کړ او په ډېرو کامیابو فلمونو کې یې کار وکړ.

کاپي…