یکشنبه , 28 اپریل 2024

هندوان د کرینه کپور پر ضد راپورته شوي

په ټولنیزو رسنیو کې هندوانو د کرینه کپور خان پر ضد پراخ کمپاین پیل کړی دی، تر څو په یو راتلونکي فلم کې، چې د هغې د اخیستو په اړه خبرې کېږي، پکې وانخیستل شي.

د معلوماتو له مخې، په بالي ووډ کې د (سیتا) په نوم فلم جوړېږي، چې د سیتا کردار لپاره پکې د کرینه کپور خان د اخیستو خبره شوې ده او ویل کېږي چې کرینه کپور د دغه کردار لپاره د ۱۲۰ میلیونه روپيو غوښتنه هم کړې ده.

د دې فلم کیسه به د هندوانو د دیني کتاب (راماین) څخه راخیستل شوې ده، خو هندوان بیا په دې سخت غصه شوي دي، چې د سیتا کردار لپاره کرینه کپور ته وړاندیز شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې هندوانو لیکلي دي، چې کرینه کپور خان هندو دین ته هېڅ ارزښت نه لري او نه هم هندي خدایانو ته ارزښت ورکوي، نو باید چې هغه د سیتا په کردار کې راڅرګنده نه شي.

ځینو لیکلي دي، چې کرینه کپور خان مسلمانه شوې ده او هغه د (تیمور) مور ده، نو باید د یوې هندۍ اتلې کردار په هېڅ ډول ونه لوبوي او له فلم جوړونکو څخه یې غوښتنه کړې ده، چې د دې کردار لپاره دې یوه هندوه اداکاره غوره کړي.

کاپي هنرستان….