هندوستاني د ۶۲ فټه اوږدو ویښتانو په لرلو نړیوال ریکارډ خپل کړ

د هندوستان په ګجرات ایالت کې یو سړی، چې ساویج بهای راټوا نومیږي، د ۶۲ فټه اوږدو ویښتانو په درلودلو سره نړیوال ریکارډ خپل کړ.

تر ده مخکې د چین یو وګړي ۲۲ فټه اوږده ویښتان درلودل چې نړیوال ریکارډ يې خپل کړی و. اوس د نوموړي ځای د هند دې وګړي خپل کړی او خپل نوم د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ثبتول غواړي.

د هند دې وګړي، د خپلو ویښتانو د ساتلو لپاره کلونه کوښښ کړی او د هغې لپاره يې په منظمه توګه د خوراک پلان او پرهیز برابر کړی.