هندي رسنيو نن د لومړي وزير نريندارا مودي له خولې خبر ورکړې، چې ډير ژر به د 200 ايز نوټونه بازار کې رواج شي.
د هند حکومت د تير کال په نومبر کې د تورو پيسو د مخنيوي په خاطر پخواني 500 ګون او 1000 ګون نوټونه بند کړل، او په ځآى يې نوي 500 ايز او 2000 ګون نوټونه چاپ کړل.
اوس د هندوستان حکومت پريکړه کړې، چې 200 ګون نوټونه هم بازار ته وړاندې کړي.
د سرچينې په باور، دا نوټونه به په مارچ مياشت کې بازار کې رايج شي.
سرچينه وړاندې ليکي، چې حکومت د 2000 ګون نوټ چاپول ودرولي او په ځاى يې د 200 ګون او 500 ګون نوټونه چاپوي.
د ښاغلي مودي د پيسو اړوند دا پاليسي که د ګڼو خلکو د انتقادونو سره، د يو شمير نورو د هرکلي باعث هم شوې. د نريندرا مودي حکومت د فساد په ضد او تورو پيسو د سپينولو په اړه مهم اقدام بولي.