هندوستان د سریلانکا ټوله لوبډله په ۸۷ منډو وسوځوله

د هندوستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسېده. هندوستان دغه لوبه د پیاوړې توپ اچونې پایله کې په ۹۳ منډو وگټله.

د لوبې پچه سریلانکايۍ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان د راهول پیاوړې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره راهول په ۴۸ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۱ منډې جوړولو سره تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. مهېندرا سینگ دوني په ۲۲ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۹ او منیش پانډې په ۲۸ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۲ ناسوځېدلو منډوجوړولو سره هم ښه وځلېدل.

سریلانکايۍ لوبډلې لپاره متیوز، پرېرا او فرنانډو یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې سریلانکا ډېره کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۶ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۸۷ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره ترنگا په ۱۶ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۲۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

هندوستان دغې لوبې کې پیاوړې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه. هندوستان لپاره چهل ۴، هاردېک پانډیا ۳، کلدیپ یادف ۲ او انادکټ ۱ وېکېټه واخیسته.