هندوستان سریلانکا ته په اتو وېکېټو ماتې ورکړه

د هندوستان او سریلانکا ترمنځ د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ وروسته لوبه هم د هندوستان په بریا پای ته ورسېده. هندوستان دغې لوبې کې د سریلانکا لوبډلې ته په اتو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه هندۍ لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا لپاره ترنگا او سماراوېکراما غوره او اوږده ملگرتیا وکړه خو پاتې لوبغاړو له ځانگړې منډې جوړولو پرته خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې چې همدا د سریلانکا د ماتې لامل هم شوه.

سریلانکا ۴۴٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۵ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يي د ۲۱۶ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا لپاره ترنگا په ۸۲ توپونو د دولسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۹۵ او سماراوېکرا په ۵۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

هندوستان لپاره کلدیپ یادف او چهل درې درې، هاردېک پانډیا ۲ او بونېشور کمار او بومراه یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې هندوستان ټاکل شوی هدف ۳۲٫۱ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شېکرن دون سلیزې او اییر نیمه سلیزې په مرسته پوره او سریلانکا ته يي ماتې ورکړه.

هندوستان لپاره شېکر دون په ۸۵ توپونو د دیارلسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۰۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو پیاوړې توپ وهنه وکړه. اییر هم په ۶۳ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

سریلانکا لپاره دننجایا او پرېرا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د دریو یوې ورځنیو سیالیو دغه لړۍ لومړۍ لوبه سریلانکا او دوهمه لوبه هندوستان گټلې وه. هندوستان دغه وروستۍ لوبې گټلو سره د سیالیو دغه لړۍ د ۲-۱ په توپیر وگټله.