هندوستان پر اسلام‌اباد خپله تجارتي لار و تړله

هندوستان پر پاکستان ځکه خپل تجارتي بندر دروازو ته غټ کلوپونه (قفلونه) واچول، چې دوی د کشمیر په صفري نقطه کې اوس کې اوس هم ډزې روانې کړې او کله کله هندوستان ته اسلحې، بمونه او نور مواد هم قاچاق کوي.

هندي چارواکو ټایمز اف انډيا ورځپاڼې ویلي، چې د دغې تجارتي راکړې ورکړې مخه په (LoC) یا پر پاکستان د کنټرول په سیمه کې نېول شوې ده.

دوی زیاته کړې، چې پاکستان د کشمير په صفري نقطه “پونچ” ولسوالۍ په (چاکا ـ داـ باغ) سیمه کې اوس هم ډزبند نه‌ دی کړی.

دوی ادعا کوي، چې د پاکستاني مرمیو په‌واسطه د کشمیر په صفري نقطه کې د تجارتي اسانتیاوو مرکزونو ته زیانونه اوښتي دي.

د راپور پر بنسټ، د هندوستان په جامو او کشمیر سیمه کې د تېر مارچ میاشتې په لومړۍ نیټه یو بس د اسلحو، بمونو او نورو تخریبوونکو وسلو سره ډک موټر ونیول شو.

دوی ادعا کوي، چې دغه وسلې زیاتره يې چینايې وې او د مظفرآباد ـ سریناګر پر لویه لاره کې يې نیولي و.

په راپور کې نه‌ دي ویل شوي، چې د دغه بندر له لارې د پاکستان او هندوستان ترمنځ په کال کې په کومه اندازه تجارت کيږي؟

خو د پاکستان او هندوستان ترمنځ په دغه بندر تجارت له ۲۰۰۸ م میلادي کال راهیسې پېل شو، خو له هماغه وخت راهیسې دغه تجارت له دواړو خواونه له ځينو ستونزو سره مخ شوي دي.