هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نیو زېلېنډ لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

د هندوستان او نیو زېلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ د هند لوبډلې په بریا سره پیل شوه.

په دې لوبه کې د نیو زېلېنډ ټوله لوبډله ۳۸ اورونو کې په ۱۵۷ منډو اوټ شوه.

توپ وهنه کې کین ویلیمسن ۶۴ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې.

هند ته کولدیف یادف ۴، محمد شمي ۳، چهال ۲ او جدف یوه ویکټ واخیسته.

دا لوبه د باران د ورښت له امله وځنډیده او پایله کې هند ته د ۱۵۶ منډو هدف ورکړل شو.

هند لوبډلې د دوه لوبغاړو په زیان ۳۵م اور کې هدف ترلاسه کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.

شکر داوان ۷۵ ناسوځېدلې او ویرات کوهلي ۴۵ منډې وکړې.

هند لوبډله نیو زېلېنډ ته تللې او هلته ورسره د پنځو یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.