هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه پنځوس اوریزه لوبه کې ویسټ انډز لوبډلې ته ۵۹ منډو ماتې ورکړه

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه د هندوستان لوبډلې وکړ او په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۰ منډو هدف ورکړ خو په لوبه کې د باران له امله په ۴۶ اورونو کې ۲۷۰ منډو هدف د ډی ال میتود له مخې ټاکل شو؛ د هندوستان لوبډلې ته په توپ وهنه کې ویرات کهولي ۱۲۰ منډې او په توپ اچونه کې بنشورکمار ۴ ویکټي اخیستي .

په مقابل کې د ویسټ انډیز لوبډلې په ۴۳ مه اور کې د ټولو لوبغاړو په زیان ۲۱۰ منډې وکړي او لوبه یې د ۵۹ منډو په توپیر وبایلله، د ویست انډیز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې لیویس ۶۵ او پورن ۴۲ منډې جوړي کړي.

د هندوستان لوبډلې لپاره ویرات کهولي په توپ وهنه کې تر نورو لوبغاړو په زیاتو منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو .