هندي او پاکستاني اداکارانو هم شخړه پیل کړه

له هغې وروسته چې هند په کشمیر کې هوايي بریدونه وکړل او پاکستان د هندوستان الوتکې را وغورځولې د هند او پاکستان د سېنما اداکاران هم چوپه خوله نه ‌شول پاتې.

د هندي سېنما وتلې اداکارې پریانکا چوپړا د هندي هوايي ځواک له لورې پر کشمیر د بریدونو ملاتړ کړی او پر خپل ټویټر پاڼه يې هغوی ته د بریا دعا کړې ده.

پاکستانۍ اداکارې ارمینا خان د پریانکا چوپړا دا کار دوه مخي بللې او په ځواب کې يې ورته لیکلي چې ته خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف د ښه نیت سفیره يې؛ نو ولې داسې کار کوې؟

ارمینا خان له ټولو غوښتنه کړې ده چې د هغې د ټويټ انځور واخلي او ټولو خلکو ته د هغې دوه مخې ورسوي چې په دې اړه هر وخت خپل منافقت ور یاد شي.

تر دې وړاندې یوه بله هندۍ اداکاره سونم کپور له هغه وروسته د سخت دریځو هندوانو له لوري تر نیوکو لاندې راغله چې د دواړو هېوادونو تر منځ يې د سولې غوښتنه وکړه او ویې وویل، د هند او پاکستان عام وګړي یو  دي او یو ډول ژوند غواړي.

سرخط ورځپاڼه