کرتا پور هغه لار ده، چې له کلونو راهیسې د پاکستاني حکومت له لوري پر هندیانو بنده وه، پرون د پاکستان د لومړي وزیر له لوري پرانستل شوه.
د پاکستان لومړی وزیر د کرتاپور لارې د پرانیستې مراسمو کې د اسلام اباد او نوي ډېلي د اړیکو په هکله وويل، چې دواړو هېوادونو تېر کې تېروتنې کړې او اوس وخت د دې رارسیدلی چې، د دواړو هېوادونو مشران سره خبرې وکړي
خو د هند د بهرنیو چارو وزیره سشما سوراج وايي، د پاکستان له خوا د کرتاپور لارې پرانیستل په دې مانا نه دي چې نوی ډېلی له اسلام اباد سره بیا خبرې پیل کړي.