هندي چارواکي: پاکستاني پوځيان وطندوست نه دي، په ډیرو کمو پیسو اخیستل کیږي

هندي چارواکي وايي په ډېرې آسانۍ کولی شي پاکستاني پوځیان وپېري.

د هند ددفاع وزیر ارون جیتلي له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، د ځینو امریکايي چارواکو دا خبرې پر ځای دي، چې د پاکستان ځينې پوځيان په ډيرو کمو پیسو اخیستل کېږي. هغه ویلي، که هند وغواړي دا کار په ډېره آرزانه بیه کولی شي.

د جیتلي په خبره د پاکستان پخواني لوی درستیز راحیل شریف، ځان ډير پیاوړی او وطندوست معرفي کاوه، خو د څو ډالرو په بدل کې یې خپل هېواد پرېښود او عربستان ته خدمت کوي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې همدا اوس هم لسګونه پاکستاني پوځيان د عربستان ددفاع په خاطر په یمن کې جګړه کوي او وژل کېږي، نو دې مسایلو ته په کتو هند هم کولی شي، په ډیرو کمو پیسو پاکستاني پوځيان راولي او د هند لپاره یې وجنګوي.