هندي ډاکټرانو د یوه ناروغ له مغزو داسې یوه دانه لېرې کړی چې کابو دوه کیلوګرامه وزن یې درلود

ډاکټران وایي، دا ښایي په نړۍ کې تر ټولو لویه دانه وي چې په جراحۍ سره د یوه ناروغ له مغزو لېرې کېږي.

د جراحۍ دغه عملیات د سنتلال پال په نامه پر یوه ۳۱ کلن ځوان د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه په ممبۍ ښار کې وشول، او اووه ساعته یې دوام وکړ.

ډاکټران په سملاسي توګه ډاډه نه وو چې جراحي به بریالي شي او که نه، او له همدې کبله یې دا خبر تر دې دمه له رسنیو سره هم نه و شریک کړی.

خو اوس دوی وایي، د ناروغ ژوند ته نور کوم خطر نشته او وضعیت یې د ښه کېدو په حال کې دی.

تر جراحۍ مخکې سنتلال درې کاله دغه دانه یا تومور په خپلو مغزو کې ګرځوله.

ډاکټران وایي نوموړي د دې دانې له کبله د سترګو لید هم لاسه ورکړی و، خو یې چې روغتیایي وضعیت په ښه کېدو دی نو تمه شته چې لید به یې هم بېرته ورغېږي.

ډاکټران وايي  دا ډول جراحۍ خورا ډېرې حساسي او خطرناکې وي.

خبریال : جمشیدملکزی